لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال عباس : د ترهگرۍ پرضد جگړه کې دپاکستان په نيت شکونه ونۀ کړل شي


د پاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس دامريکايي او برټانوي چارواکو لخوا دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستان څخه دلا موثرو گامونواخستلوغوښتنه بې ځايه گڼلې او ويلي يې دي دترهگرۍ په ضد جگړه کې دپاکستاني پوځ اؤاولس قربانۍ دچا څخه پټې نۀ دي او په دغسې وضعيت کې دپاکستان په نيت دشکونو څرگندونه بې جوازه او غيرمناسبه ده.
وائس اف امريکا سره ځانگړې مرکه کې جنرال اطهر عباس وويل داقتصادي زيانونو ترڅنگ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان ځاني تاوان په گاونډي هيواد افغانستان کې دميشتو ناټو ځواکونو څخه زيات سيوا دى.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په هکله پوځي وياند وويل هاغه سيمې چرته چې لږه موده وړاندې دحکومت دواکمنۍ خيال هم نۀ شو کيدلى اوس پوځ دغلته په ټولو مهمو لويو لارو او سيمو دواک پياوړي کولو څخه علاوه د600ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي دي.
هغه وويل پوځ به په سيمه کې دپښو مضبوطولو څخه وروستو په راتلونکي پړاؤ کې دپټو شوؤ تندلارو په ضد دخپلو عملياتو لمنه پراخوي.
جنرال عباس وويل دحکومت په امر دعمل کولو په ترڅ کې پوځ په جنوبي وزيرستان کې نۀ يواځې دا چې دپاکستاني طالبانو دغورځنگ ځالې ختمې کړې بلکې دپوځي عملياتو په مهال يې دتندلارو دوسلو دراټولولو ځائيونه هم يا خو تباه کړي او يا يې پخپله قبضه کې اخستي دي.
نوموړي وويل په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو مشران خوارۀ شوي دي او داستخباراتي معلوماتو له مخې هغوي هم په دې سيمه يا په خواؤشا کې موجود دي.
هغه زياته کړه دځينو تندلارو کمانډرانو په اړه داسې خبرونه هم رارسيدلي دي چې هغوي نزدې اورکزۍ او کرمې ايجنسۍ ته تښتيدلي خو دغلته هم مليشه ځواکونه دهغوي دوژنې او نيونې لپاره عمليات کوي.
دپوځي وياند له مخې پوځ هڅه کوي ترڅو دطالبانو مشران يواځې کړي او په راتلونکي پړاؤ کې دهغوي په ضد عمليات وکړل شي.
هغه وويل په قبائيلي سيمو کې دعملياتو تگلاره ځايې وضعيت ته په کتلو سره جوړولى شي.
دهغه وينا وه دپاکستان پوځ خپله تگلاره دکوم بهرني فشار له امله نۀ بدلوي.

XS
SM
MD
LG