لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ : په جومات بريد کې لږ ترلږه 36 کسان وژل شوي دي


د پاکستان دپلازمينې اسلام ابادسره پيوست پينډۍ ښار کې ديو جومات دننه په نمونځ گزارو ترسره شوي بريد کې لږ ترلږه 36 کسان وژل شوي او 70ؤ څخه زيات نور ژوبل دي.
دپاکستان دپوځ په دغه پيښه کې د9ؤ پوځيانو په ګډون د36ؤ کسانو دوژنې پخلى کړى دى. دپوځ ترمخه په جومات کې دځانمرګي بريد له ا مله يو شمير پوځيان هم وژل شوي چې پکې ميجر جنرال بلال عمر، بريګيډئير عبدالروف، کرنل منصور، ليفټننټ کرنل فخر، ليفټننټ کرنل منظور سعيد، ميجر زاهد، ميجر(ر) شعيب، نائيک مسعود، سپاهي عبدالقيوم او سرور څخه علاوه دايف ايل سي ډپټي ډائريکټر تسکين شامل دي.
دغه بريد نن دجمعې په ورځ دماسپښين دنمونځ په مهال په قاسم مارکيټ کې په پريډ لائن جومات کې هاغه وخت وشو کله چې نمونځ گزار دجمعې نمونځ ته ولاړ وؤ.
دترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې په دغه مهال ترهه گر جومات ته ننوتل او پرله پسې يې ٤ بمي چاؤدنې او ناتاره ډزې وکړې.
په چاؤدنو او ډزو کې 40 کسان وژل شوي او 80 ژوبل شوي دي.
په پيښه کې ژوبل شوي په لسگونو کسان ددرملنې دپاره نزدې روغتونونو ته رسول شوي دي.
په دغه پيښه کې ماشومان او بوډاګان هم شامل دي.
په کومه سيمه کې چې ډزې او چاؤدنې شوي هلته دريټائرډ او په ډيوټيو دمامورو پوځي افسرانو کورونه هم دي.
دامريکا دجمهوررئيس براک اوباما لخوا په روانه اوونۍ کې دافغانستان لپاره دنوې تګلارې داعلان څخه وروستو په پاکستان کې رامينځته شوى دغه تر ټولو ستر بريد ؤ.
براک اوباما هم پخپله وينا کې ويلي وؤ پاکستاني اولس ته دترهه ګرو څخه ستر ګواښ پيښ دى.
دوه ورځې وړاندې هم په اسلام اباد کې دسمندري ځواکونو په دفتر ځانمرګي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې دوه پوځيان وژل شوي او ١١ کسان ژوبل شوي وؤ.
عيني شاهدان وايي دپيښې سره سم ترهه گرو ډزې کولې او دجومات سره نزدې داستوگنې سيمې ته ننوتل.
عيني شاهدان وايي دغه ترهه گرو سره قسماقسم وسلې وې او دبريد په وخت يې په جومات لاسي بمونه غورځولي دي.
امنيتي سرچينې وايي په دغه پيښه کې ٤ ترهه گر هم وژل شوي دي خو عيني شاهدان وايي چې ترهه گر په خواؤ شا سيمو کې پټ شوي دي.
دپيښې څخه وروستو امنيتي ځواکونو سيمه پخپله گيره کې اخستې وه او هيلي کاپټرو دهوا څخه دسيمې څارنه کوله.
دپوليسو دسرچينو وينا ده دخواؤ شا کورونو په بامونو يې نخښه ويشتونکي کښينولي وؤ ، ترڅو دغه ترهه گر يا خو پۀ نخښه کړل شي او يا هم ژوندي ونيول شي.
په پينډۍ کې دترسره شوي نني ځانمرگي بريد څخه وروستو دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک خبريالانو ته ويلي په جوماتونو دغه رقم ترهه گريز بريدونه دمسلمانانو کار نۀ شي کيدلى.
هغه وويل په دغه پيښه کې هاغه ترهه گر لاس لري چې دمذهب او انسانيت څخه بې خبره دي.
دکورنيو چارو وزير دغه بريد په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو غبرگون وبللو او وې ويل حکومت دملاکنډ څخه وروستو په وزيرستان کې هم دترهه گرو ملا ماته کړې ده.
درحمان ملک دوينا له مخې اوس ترهه گر په دغه رنگ بزدلانه کارروائيو حکومت او اولس ويرول غواړي خو حکومت به کله هم دترهه گرو په وړاندې په گوڼدو نۀ شي.
دکورنيو چارو وزير هوډ ښکاره کړو چې دترهه گرو په ضد به روانو عملياتو ته دوام ورکول وي.
رحمان ملک په دغه مهال په ديني عالمانو او مفتيانو غږ وکړو چې ددغسې ترهه گرو په ضد دفتوؤ ورکولو سره داولس شعور بيدار کړي.
په پينډۍ کې په جومات دترسره شوي دغه بريد څخه دمخه دصوبه سرحد او قبائيلي سيمو په گډون وخت په وخت دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دجوماتونو دننه دغه رقم ترهه گريز او ځانمرگي بريدونه ترسره شوي چې پکې په سلگونو کسان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG