لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

احمدمختار:کوئټه کې د طالبانو دشورا دموجوديت خبره منلې ده


د پاکستان دحکومت يو لوړپوړي چارواکي دپاکستان دبلوچستان ايالت په کوئټه سيمه کې په لومړي ځل د طالبانو دشورا دموجوديت خبره منلې ده خو وايي حکومت ددغې شورا په ضد گامونه اخستي دي.
ديوې خبري شبکې سره په مرکه کې دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار وويل دپاکستان امنيتي ځواکونو په کوئټه کې دطالبانو شورا په داسې توگه له مينځه وړې ده چې بيا به کله هم دفعاليت توان ونۀ لري.
هغه وويل اوس په کوئټه کې دطالبانو شورا څخه هيڅ رقم گواښ نۀ دى متوجې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې دامريکا لوړپوړي پوځي مشر جنرال ميکرسټل او يو شمير خبري شبکو ويلي وؤ دطالبانو دسر مشران دپاکستان په کوئټه سيمه کې پټ دي.
دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني تيره اوونۍ چين ته دخپل سفر په مهال دغه ادعاوې بې اساسه بللې وې او ويلي يې وؤ پاکستان کې اسامه بن لادن يا دطالبانو مشران نشته.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دا هم ويلي وؤ چې کۀ چرې په کوئټه کې داسامه بن لادن يا طالب مشرانو دموجوديت په هکله ثبوتونه پاکستان ته ورکړل شي نو پاکستان به دهغوي په ضد گامونه واخلي

XS
SM
MD
LG