لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم گيلاني تندلارو سره دخبرواترو نه انکار کړى دى


نن داتوار په ورځ ملتان ته له رسيدو وروستو په هوايي ډګر ميډيا سره خبرو کې وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني دتندروه ډلوسره دخبرو اتروڅخه دانکارپه ترڅ کې ويلي دي هرکله چې پوځ په ملاکنډ کې بريالى شوى اؤ په جنوبي وزيرستان کې برياليتوبونه ترلاسه کوي نوبيا دڅه دپاره تندلارو سره خبرې وکړل شي؟
وزير اعظم وويل امريکا دنوي افغان پاليسۍ جوړولو په مهال پاکستان په باور کې اخستي وؤ اؤ په دې باور لري چې دترهگرۍ په ضد جگړه کې دامريکا اؤ پاکستان تگلارې يو رقم پکاردي.
ښاغلي گيلاني وويل افغانستان دپاره دامريکا دنوې تگلارې په نورو جذئياتودپاکستان حکومت اؤ پوځ سره دخبرو اترودپاره امريکايي لوړپوړي چارواکي پاکستان ته راروان دي.
وزيراعظم وويل موجوده حکومت دترهه ګرو دله مينځه وړلو لپاره پخه اراده کړې ده.
هغه وويل په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد کامياب عمليات وشول.
نوموړي ادعاوکړه چې په تير دور کې په جنوبي وزيرستان کې دترهه ګرو راج ؤ اوس دغلته پوځ خپل واک ترلاسه کړى دى.
دهغه وينا وه دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې پوځ او حکومت ته داولس ملاتړ ترلاسه دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دسرګودهې څخه دنيول شوؤ امريکايانو څخه پلټنې روانې دي.
هغه وويل داين ار او په هکله به عدالتي پريکړه مني.
وزيراعظم په تيرو ورځو کې ملتان کې ترسره شوې چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو کورنيو لپاره دپينځوؤ ، پينځوؤ او ژوبل شوؤ لپاره ديو،يو لک روپو او دتباه شوؤ کورونو دبيا جوړولو لپاره ديونيم کروړ روپو دامداد اعلان وکړو او وې ويل پوځ چمتو دى او دحکومتي واک چيلنج کوونکو په ضد به په هر ځايې کې عمليات کولى شي.
بل لوري ته دخالي په شپه په کراچۍ کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وزيراعظم وويل هغه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو دختميدو وخت نۀ شي ښودلى.
ښاغلي گيلاني وويل دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات په برياليتوب سره پرمخ روان دي او پوځ دغلته دجنگيالو په مضبوطو ځائيونو واک ترلاسه کړى دى.
له دې وړاندې وزيراعظم دخالي په ورځ په لاهور کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ويلي وؤ په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روان عمليات پايې ته رسيدلي او اوس په اورکزو ايجنسۍ کې دعملياتو خبره کيږي.
ښاغلي گيلاني وويل کۀ چرې دجنوبي وزيرستان څخه علاوه داورکزۍ ايجنسۍ په گډون په نورو سيمو کې هم حکومت ته دتندلارو دموجوديت خبر ترلاسه شي نو په ضد به يې عمليات کولى شي.
په جنوبي وزيرستان کې داکتوبر په ١٧مه نيټه دتندلارو په ضد عمليات پيل کړل شوي چې پکې خواؤشا ٣٠ زره پوځيان برخه اخلي.
پوځ په دغو عملياتو کې د٦٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده او دغلته په نښتو کې ٨٠ پوځيان هم وژل شوي دي.
بايد وويل شي په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو دغبرگون په توگه په ټول پاکستان کې دتندلارو په بريدونو کې زياتوالى راغلى دى او داکتوبر څخه تراوسه په شوؤ ترهه گريزواو ځانمرگي بريدونو کې د500ؤ څخه زيات کسان وژل شوي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG