لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان او برطانيي مشرانو افغانستان کې په حالاتو خبرې اترې کړې دي


دبرطانيې صدراعظم گورډن براؤن پخپل يو سفر دافغانستان ناقراره ولايت قندهار ته رسيدلى او دغلته يې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي سره په راتلونکي کې دافغان او ائتلافي ځواکونو په سرنوشت او تگلاره خبرې اترې کړي دي.
په دغه مهال دقندهار په پوځي هوايي ډگردافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وينا کې ښاغلي براؤن طالب ياغيانو ته دماتې ورکولو خپله ژمنه بيا تکراره کړه خو وې ويل راتلونکې څو مياشتې به دافغانستان دپاره ډيرې سختې وي.
هغه وويل دطالب ياغيانو دمخې نيولو او ورته دماتې ورکولو دپاره ضروري ده چې افغان حکومت هم خپلې ارادې څرگندې کړي.
دنوموړي وينا وه لکه څنگه چې امريکا او ائتلافي هيوادونه افغانستان ته دطالبانو دمقاومت دمينځه وړلو دپاره نور ځواکونه راليږي دغه رقم بايد افغان حکومت او امنيتي ځواکونه هم دطالبانو په ضد خپل کردار پياوړى کړي.
له دې وړاندې دبرطانيې صدراعظم هلمند ولايت ته هم ورغلو چرته چې په زيان شمير امريکايي پوځيان دامنيت نيونې دندې په غاړه لري.
برطانوي صدراعظم گورډن براؤن په هلمند کې دبرتانوي پوځيانو سره دشپې تيرولو وروستو داتوار په ورځ قندهار ولايت ته لاړو او دغلته يې په پوځي هوايي ډگر کې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي سره ليدنه وکړه.
په قندهار کې دافغان جمهوررئيس حامد کرزي سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي براؤن وويل دافغان حکومت سره دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گډې هڅې هاغه يواځينۍ لاره ده چې پرې القاعده او طالبانو ته ماتې ورکولى او برياليتوب ترلاسه کولى کیدی شي.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال حامد کرزي وويل نړيواله ټولنه او دافغانستان خلک امن ، سوله ، پرمختيا او ددرغليو مخنيوى غواړي او بايد ددغې دپاره هڅې وشي.
دکرزۍ ددغې خبرې په ترخ کې گورډن براؤن ورزياته کړه چې برطانیه دافغانستان سره ښه ملگرتيا او همکاري کوي.
هغه وويل په افغانستان کې ددرغليو دمخنيوي ، دامن او سولې دټينگښت دپاره دافغانستان دنوې کابينې څخه دښې مبارزې کولو هيله لري.
سږ کال په هلمند کې دبرتانيې لږ ترلږه ١٠٠ پوځيان دتندلارو سره دنښتو په مهال وژل شوي دي.
دکال ٢٠٠١ء څخه راپديخوا چې کله ائتلافي ځواکونه افغانستان ته ننوتلي نو په دغه هيواد کې ٢٣٧ؤ برتانوي پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG