لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: محکمې دنيول شوؤ پنځو امريکايانو دپاکستان نۀ  د ويستلو امرکړى


د پاکستان دپنجاب ايالتي محکمې يا لاهور هائيکورټ دسرگودهې سيمې څخه دنيول شوؤ پنځؤ امريکايانو دپاکستان دپولو څخه دنۀ ويستلو امر کړى دى.
ددغو ٥ؤ امريکايانو دپاکستان څخه دنۀ ويستل کيدو خواست يو ځايې وگړي خالدخواجه ايالتي محکمې ته کړى دى.
نن دگل په ورځ دمحکمې مشر قاضي خواجه محمد شريف دغه خواست واوريدلو.
په دغه خواست کې دريځ خپل کړل شوى ؤ چې قانون پځايې کوونکو ادارو دسرگودهې څخه پنځه امريکايي وگړي نيولي او انديښنه ده چې دغه کسان به امريکا ته وسپارل شي.
په دغه خواست کې ويلي شوي وؤ دغه کسان تراوسه دمحکمې کوم قاضي ته هم نۀ دي وړاندې کړل شوي.
مشر قاضي په دې لړ کې دپنجاب حکومت ته د١٧م دسمبر پورې دتفصيلي راپور وړاندې کولو امرجاري کړو او صوبايي او مرکزي حکومتونو او قانون پځايې کوونکو ادارو ته يې دمحکمې دبل امر پورې ددغو کسانو امريکا ته دنۀ سپارلو امر وکړو.
بايد وويل شي دورجينيا رياست سره تعلق لرونکي دغه ٥ امريکايان تيره اوونۍ پاکستاني پوليسو دپنجاب دسرگودهې سيمې څخه تندلارو سره داړيکو درلودو دشک په اساس نيولي وؤ او دنورو پلټنو لپاره يې دپنجاب سرښار لاهور ته راوستي دي.
پرون داتوار په ورځ دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک خبريالانو ته ويلي وؤ کۀ چرې په دغو نيول شوؤ امريکايانو څه رقم جرم ثابت نۀ شي نو هغوي به دملک څخه ويستل کيږي.
رحمان ملک دا هم ويلي وؤ چې دغه کسان په پاکستان کې دامريکايي سفيرې اين ډبليو پيټرسن لخوا دورکړل شوؤ معلوماتو په اساس نيول شوي دي.
تيره ورځ امريکايي سفيرې ددغو نيول شوؤ کسانو په اړه دجمهوررئيس اصف علي زرداري سره هم ليدلي وؤ او دهغوي په سرنوشت يې ورسره خبرې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG