لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : په امنيتي پوستو بريدونو کې 16 پوليس وژل شوي دي


د افغانستان دکورنيو چارو وزارت وايي وسله والو جنگيالو په جنوبي او شمالي افغانستان کې دپوليسو په پوستو بريدونه کړي او 16 پوليس يې وژلي دي.
دکورنيو چارو دوزارت له مخې دافغانستان په شمالي ولايت بغلان کې دسحر دخړې لگيدو څخه وړاندې يو شمير وسله والو جنگيالو دپوليسو په پوسته بريد وکړو چې پکې 8 پوليس ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت زياتوي هم په دغه وخت طالب جنگيالو دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې هم دپوليسو په يوه بله پوسته بريد کړى دى چې په هغې کې هم 8 پوليس ووژل شول.
دبغلان دپوليسو مرستيال مشر ځلمي منگل خبريالانو ته ويلي دي په بغلان کې دپوليسو په پوسته دبريد په مهال 2 بريد کوونکي هم وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى.
هغه وويل دغه بريد دحزب اسلامي دډلې جنگيالو لخوا ترسره شوى دى.
بايد وويل شي ګلبدين حکمت يار دافغانستان پخوانى وزيراعظم ؤ او هغه اوس دحزب اسلامي مشر دى چې نوم يې دهاغو کسانو په فهرست کې شامل دى کوم چې امريکا ته زيات مطلوب دي.
چارواکي وايي وسله په پوسته دبريد په مهال راکټونه، لاسي بمونه او سپکې وسلې وکارولې.
دپوليسو يو بل لوړپوړي مشر احمدجان خبريالانو ته په دغه هکله وويل په وژل شوؤ جنگيالو کې تندلارى کمانډر قاري منصور هم شامل دى.
دبغلان والي يا گورنر محمد اکبر بارکزۍ دپوليسو په پوسته ترسره شوي بريد کې داتوؤ پوليسو دوژل کيدو خبره منلې ده او وې ويل تندلارو دپوليسو په پوسته دڅلورو خواؤ څخه بريد وکړو.
هغه وويل دپوليسو دغه پوسته اوس اوس دناټو کاروانونو دامنيت باوري کولو دپاره دبغلان څخه کندوز ته په غځيدلې لويه لاره جوړه کړل شوې وه.
په بغلان کې دتيرو اتوؤ کلونو په مهال دجنګيالو لخوا دپوليسو په ضد دومره خونړى بريد نۀ ؤ ترسره شوى.
ولايتي وياند داؤد احمدي ويلي دي دهلمند ولايت په سرښار لښکرگاه کې ترسره شوى بريد دخړې لگيدو څخه وړاندې ترسره شوى دى.
هغه دا هم وويل يو عسکر چې دا مهال ورک دى داسې بريښي همدغه عسکر دبريد کوونکو سره دوړاندې څخه اړيکه لرله.
بل لوري ته ايساف دگل په ورځ پخپل يو بيان کې ويلي دي افغاني او دناټو ځواکونو دافغانستان په خوست ولايت کې گڼ شمير تندلاري نيولي دي.
دناټو دبيان له مخې دغه جنگيالي دصبريو اولسوالۍ پاړوخيل کلي څخه دافغاني او نړيوالو ځواکونو دگډو عملياتو په مهال نيول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG