لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : کابل او پکتيا کې چاؤدنو 13 کسان وژلي دي


د افغانستان په پايه تخت کابل او پکتيا ولايت کې يوځانمرگي بريد او چاؤدنه کې لږترلږه 13 کسان وژل شوي او د40ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
دافغانستان په پايتخت کابل کې دبهرنيانو ديو هوټل څخه بهر او دافغانستان دپخواني مرستيال جمهوررئيس احمدضياء مسعود دکور سره نزدې په ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 8 کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي دي.
تردې دمه ددغو دواړو پيښو مسؤليت دياغيانو کومې ډلې په غاړه نۀ دى اخستى.
په کابل کې دغه ځانمرگى بريد په داسې وخت ترسره شو چې دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دکابل په بله برخه کې دبدعنوانۍ دمخنيوي په ضد دگامونو اخستو په هکله په يو کانفرنس کې برخه لرله.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت له مخې ددغه ځانمرگي بريد هدف تر دې مهاله نۀ دى په ډاگه شوى خو په سيمه کې امنيتي ځواکونو وليدل چې ځانمرگى دافغانستان دپخواني لومړي مرستيال جمهوررئيس احمد ضياء مسعود دکور په لوري روان ؤ.
دپخواني مرستيال جمهوررئيس احمدضياء مسعود يو مشاور شاه عصمت وويل ددغه بريد هدف هم مونږ ؤ.
هغه وويل داحمدشاه مسعود دوژنې څخه وروستو تندلاري غواړي دهغه ورور هم ووژني.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي چې يو مطبوعاتي کانفرنس ته يې دبدعنوانۍ دمخنيوي په هکله وينا کوله وويل په چاؤدنه کې وژل شوؤ کې دمسعود دوه ساتونکي هم شامل دي.
وروستو پخپل يو بيان کې کرزي دترهه گرۍ دغه پيښه وغندله.
ښاغلي کرزي حکومتي چارواکو ته ددغه پيښې دپلټنې او دمسؤلينو درابرڅيره کولو امر کړى دى.
دکرزي په بيان کې ويل شوي دي دغه ترهه گريز بريد چې پکې بې گناه انسانان مړۀ او ژوبل شول په انسانيت او اسلام بريد ؤ.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري ويلي دي په دغه بريد کې 4 ښځې او4 سړي وژل شوي دي.
هغه وويل په بريد کې 40 کسان ژوبل شوي هم دي.
بشري وويل دغه يو ځانمرگى بريد وگرځولو او وې ويل دپيښې پلټنې روانې دي.
نوموړي دا هم وويل چې دپيښې هدف تر دې مهاله نۀ دى په ډاگه شوى.
دکابل په وزير اکبر خان اولسوالۍ کې ترسره شوي دغه بريد کې دافغانستان دپخواني جمهوررئيس برهان الدين رباني دځوې هوټل چې هيټل نوميږي ته هم لږ ډير زيان رسيدلى دى.
په دغه بريد کې درې کورونه تباه شوي او دنزدې ودانيو شيشې ماتې شوي دي.
دبريد څخه وروستو امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته رسيدلي دي.
بل لوري ته په ختيز افغانستان کې دپکتيا دپوليسو مشر جنرال عزيزالدين وردک وايي د پکتيا په سرښار گرديز کې ديو بهرني مرستندويه تنظيم په دفتر ترسره شوې يوه چاؤدنه کې ٤افغانان او يو نيپالي وگړى وژل شوي دي.
ديو افغان چارواکي روح الله سمون له مخې په دغه بريد کې 7 گاډي هم تباه شوي دي.
تيره ورځ هم دافغانستان دکورنيو چارو وزارت اعلان وکړو چې دافغانستان په دوؤ ولايتونو بغلان او هلمند کې وسله والو جنگيالو په دوؤ امنيتي پوستو بريدونه کړي او 16 پوليس يې وژلي دي
دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې ځانمرگي بريدونو او ترهه گريزو بريدونو کې دغه زياتوالى په داسې حال کې راغلى چې دامريکا دجمهوررئيس براک اوباما لخوا افغانستان دپاره دنورو ٣٠ؤ زرو امريکايي پوځيانو دليږدونې داعلان سره سم په روانۍ اوونۍ کې افغانستان ته دنورو پوځيانو تگ پيل کيږي او لوړپوړي امريکايي چارواکي هم دافغانستان سفرونه کوي.
دامريکا لوړپوړي پوځي مشرجنرال ډيوډ پيټرياس چې تيره ورځ يې دافغانستان څخه ليدنه کړې ده څو ورځې وړاندې يې پخپله وينا کې ويلي وؤ په افغانستان کې به دوضعيت ارامه کيدو څخه دمخه دگډوډۍ پيښې نور زور هم نيسي او وضعه به خرابيږي.
امريکايي پوځي مشران په دې نظر دي چې ديونيم کال موده کې به دافغاني ځواکونو دتقويه کولو له لارې ددغه هيواد څخه دياغيانو مقاومت له مينځه يوسي اودامريکايي پوځونو وتلو ته به لاره هواره شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG