لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : چاؤدنو کې دڅلورو بهرنيانو په گډون نهه عسکر وژل شوي


افغان چارواکي وايي دنهې په شپه دافغانستان په لويديز ولايت هرات کې دپوليسو دگزمې په گاډي ترسره شوې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې دپوليسو دسيمه ييز مشر يا امنيه قوماندان په گډون 5 پوليس وژل شوي دي.
په سيمه کې دپوليسو يومشر غلام فاروق خبريالانو ته وويل دغه چاؤدنه تيره شپه دترکمانستان دپولې ترڅنگ دافغانستان دهرات ولايت په روبت سنگين اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.
تردې مهاله ددغه چاؤدنې مسؤليت کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى.
بل لوري ته ناټو وايي په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې دافغانستان په جنوب کې دځانمرگي بريد او بمي چاؤدنو له امله 4 بهرني پوځيان وژل شوي دي.
دناټو ځواکونو يو وياند کيپټن روئى هرمکنز وويل دچارشنبې په ورځ په يوه بمي چاؤدنه کې يو عسکر ووژل شو.
هغه دا هم وويل په جنوب کې دموټر سائيکل له لارې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوه برټانوي او دوه افغاني پوځيان وژل شوي دي او په يوه بله بمي چاؤدنه کې يو امريکايي پوځي هم وژل شوى دى.
له دې وړاندې دبرټانيې ددفاع وزارت اعلان وکړو چې دوه برټانوي عسکر دنهې په ورځ په سنگين اولسوالۍ کې ديو ځانمرگي بريد له امله وژل شوي وؤ.
ددغو برټانوي پوځيانو دمړينې سره سږ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ برټانوي پوځيانو شميره 102ؤ ته رسيدلې ده.
دکال 2001ء څخه تراوسه په افغانستان کې دبرتانيې 239 پوځيان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG