لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد:ايډمرل مولن پاکستاني پوځي مشرانو سره په نوې افغان تگلاره خبرې


د امريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دپاکستان پخپل سفر کې نن دشورو په ورځ دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيد سره ليدلي او ورسره يې په مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.
ټاکل شوې ده ښاغلى مولن به دپاکستان دحکومتي مشرانو سره هم ليدنې کوي او ورسره به دافغانستان دپاره دامريکا په نوې تگلاره خبرې اترې کوي.
دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر له دې وړاندې افغانستان ته هم سفر کړى ؤ او دافغاني مشرانو سره يې ددغه هيواد په وضعه،دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه او دجمهوررئيس براک اوباما په نوې افغان تگلاره خبرې اترې کړې وې.
سرچينې وايي نن دشورو په ورځ دپاکستان پوځي مشرانو جنرال کياني او جنرال طارق مجيد سره په ليدنو کې هم زياتره خبرې دافغانستان دپاره دامريکا په نوې تگلاره شوي دي.
ددغه نوې تگلارې له مخې امريکايي جمهوررئيس اعلان کړى چې افغانستان ته به نور ٣٠ زره پوځيان ليږلى، دافغاني ځواکونو توان به سيوا کولى او په يونيم کال به ددغه هيواد څخه دامريکايي پوځيانو ويستلو ته لاره هوارولى شي.
دامريکا په گډون دنړۍ ديو شمير ائتلافي هيوادونو مشران وخت په وخت دپاکستان څخه غوښتنه کوي چې دترهگرۍ په ضد جگړه کې خپل کردار نور هم ډاگيز او پياوړى کړي.
پاکستان دامريکا لخوا افغانستان ته دنورو پوځونو ليږلو پلوى نۀ دى او دامريکا دنوې تگلارې داعلانيدلو څخه دمخه پاکستاني چارواکو دريځ لرلو چې کۀ چرې افغانستان کې په تندلارو او ترهه گرو فشار سيوا کړل شي نو دغه ترهه گر به پاکستان ته مخه وکړي.
دا مهال دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري او ددې ترڅنگ وخت په وخت دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دپټو ترهه گرو او تندلارو مرکزونه دامريکايي بې پيلوټه جاسوسي الوتکو له لارې هم په نخښه کړل کيږي.

XS
SM
MD
LG