لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايډمرل مولن  دسوات سفر اؤ پاکستاني مشرانوسره ليدل کړى دى


د امريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دپاکستان پخپل سفر کې نن دشورو په ورځ دپاکستاني پوځ دسرلښکرپه ملگرتيا دصوبه سرحد دسوات اؤ ملاکنډ سيمې څخه هم وليدل.
په ملاکنډ کې ددواړو هيوادونو پوځي مشران دسباون په نوم هغه سکول ته هم ورغلي دي چې ويل کيږي طالبانوبه پکې ماشومانوته دځانمرگي بريدونو تربيت ورکولو.
دامهال په دغه سکول کې تر٥٠ پورې واړۀ سبق وايي اوښاغلي مولن دپاکستان دپوځي مشرپه ملگرتياکې ددغوماشومانوسره خبرې وکړې.
دسيمې څخه سرچينوډيوه راډيوته ويلي دي دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني ته په دغه مهال په سيمه کې دپوځي عملياتو کمانډر ميجرجنرال اشفاق نديم دعملياتوپه بابله احوال هم تيرکړو.
ايډمرل مائيکل مولن د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ،وزيراعظم يوسف رضاگيلاني ،دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني او دگډو ځواکونو دکميټې مشر جنرال طارق مجيد سره لیدلي دي.
دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر له دې وړاندې افغانستان ته هم سفر کړى ؤ او دافغاني مشرانو سره يې ددغه هيواد په وضعه،دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه او دجمهوررئيس براک اوباما په نوې افغان تگلاره خبرې اترې کړې وې.
سرچينې وايي نن دشورو په ورځ دپاکستان حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره په ليدنو کې ښاغلي مولن زياتره خبرې دافغانستان دپاره دامريکا په نوې تگلاره کړي دي.
ددغه نوې تگلارې له مخې امريکايي جمهوررئيس اعلان کړى چې افغانستان ته به نور ٣٠ زره پوځيان ليږلى، دافغاني ځواکونو توان به سيوا کولى او په يونيم کال به ددغه هيواد څخه دامريکايي پوځيانو ويستلو ته لاره هوارولى شي.
دامريکا په گډون دنړۍ ديو شمير ائتلافي هيوادونو مشران وخت په وخت دپاکستان څخه غوښتنه کوي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خپل کردار نور هم ډاگيز او پياوړى کړي.
پاکستان دامريکا لخوا افغانستان ته دنورو پوځونو ليږلو پلوى نۀ دى او دامريکا دنوې تگلارې داعلانيدلو څخه دمخه پاکستاني چارواکو دريځ لرلو چې کۀ چرې افغانستان کې په تندلارو او ترهه گرو فشار سيوا کړل شي نو دغه ترهه گر به پاکستان ته مخه وکړي.
دا مهال دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري او ددې ترڅنگ وخت په وخت دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دپټو ترهه گرو او تندلارو مرکزونه دامريکايي بې پيلوټه جاسوسي الوتکو له لارې هم په نخښه کړل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG