لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گيلاني : داين ار او په هکله دسترې محکمې پريکړې ته درناوى لرو


د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وايي حکومت يې دسترې محکمې لخوا داين ار او دله مينځه وړلو په بابله ترسره شوې پريکړې ته درناوى لري او دبشپړ پريکړې انتظار کوي.
دزيارت په ورځ وزيراعظم گيلاني پخپل يو بيان کې ويلي دي حکومت دمحکمې په پريکړه دعمل کولو دپاره دقانون پوهانو سره صلاح مشورې پيل کړي دي.
دشورو په ماسخوتن دپاکستان سترې محکمې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دواکمنۍ په دوره کې جاري کړل شوى دملي روغې جوړې امر يا اين ار او دپاکستان دائين په ضد گرځولى ؤ او امر يې کړى ؤ چې داين ار او لاندې دبخښل شوؤ جرمونو مقدمې بايد بيرته دزوړ ډگر څخه راوسپړل شي.
سترې محکمې دا امر هم کړى ؤ چې دپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري په ضد دسوئس دمحکمو څخه کومې مقدمې بيرته اخستل شوي حکومت دې بيا هاغه مقدمې روانې کړي.
دپاکستان پيپلز گوند ستر سکتر جهانگيربدر چې پخپله ورته هم داين ار او لاندې جرمونه بخښل شوي ؤ وائس اف امريکا ته ويلي دي پيپلز گوند دمرکزي شورا غونډه په ١٩م دسمبر دجمهوررئيس ماڼۍ ته رابللې ده چې پکې به دهيواد په عمومي وضعه او داين ار او په هکله دسترې محکمې دپريکړې جاج اخستلى شي.

XS
SM
MD
LG