لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات : امريکی سفېری د بیا ودانۍ کارونو لپاره د مرستو اعلان کړی


په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن دزيارت په ورځ دصوبه سرحد دتاؤژنې سيمې سوات سفرکړې ده او دتندلاريتوب له امله دځپل شوې دغه سيمې دبياودانۍ او ددغه ځايې څخه دبې کوره شوؤ خلکو دبيرته پځايې کولو لپاره يې د3ؤ کروړو او60ؤ لکو ډالرو دمرستې اعلان کړى دى.
دامريکايي سفيرې سره په دغه سفر کې دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي او داطلاعات وزير ميا افتخار حسين هم ملگري وؤ.
نوموړې دغه سفر سوات ته وروستو له هغې کړى دى چې پرون دشورو په ورځ هم دپاکستان په سفرتللي دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دپاکستان دپوځي مشرجنرال اشفاق پرويز کياني په ملتيا دملاکنډ اؤ سوات سيمې څخه ليدنه کړې وه او دغلته يې په جگړه دبوختو پوځيانو سره ليدلي وؤ.
سرچينې وايي سوات ته په رسيدلو دپوځي عملياتو مشر ميجر جنرال اشفاق نديم امريکايي سفيرې ته په سوات کې دتندلارو په ضد دعملياتو په هکله احوال تير کړو.
په دغه مهال جنرال نديم هاغه برياوې په ډاگه کړې چې دتندلاريتوب په ضد روانه جگړه کې پوځ ترلاسه کړي دي.
په سوات کې ديوې دستورې په مهال دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن او دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي دامريکا له لوري دسوات دبياودانۍ دپاره ددريوؤ کروړو او شپيتوؤ لکو ډالرو دمرستې يو تړون هم لاسليکونه وکړل.
دغه امريکايي مرستې به په سيمه کې دړنگو شوؤ سکولونو په جوړونه،دروغتيا او بياودانۍ په کارونو مصرفولى شي.
په دغه مهال جوړې شوې دستورې ته پخپله وينا کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن وويل پاکستاني پوځ په سوات کې دترهه گرۍ په ضد زړۀ پورې عمليات کړي دي.
دهغې وينا وه دسيمې څخه دترهه گرو له مينځه وړل دپاکستاني پوځ مهمه کارنامه ده.
امريکايي سفيرې وويل هيواد يې دسوات په بياودانۍ کې خپل زړۀ پورې کردار ترسره کوي.
هغې وويل امريکا به په سوات کې دپوليسو دواک پځايې کولو لړ کې هم زړۀ پورې مرستې کوي.
دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي هم دستورې ته وينا وکړه او وې ويل دسوات خلکو سره چې امريکا کومې مرستې کړي مونږ يې مننه کوؤ.
ښاغلي هوتي وويل دنړيوالو مرستو څخه پرته دسوات څخه دبې کوره شوؤ لکونو خلکو بيرته پځايې کول دحکومت دپاره ممکن کار نۀ ؤ.
وزيراعلي دخپلې وينا په مهال په سوات کې ديو پوهنتون دجوړولو اعلان هم وکړو.
بل لوري ته نن په پاکستان کې دترکيې سفيربابر هزلان هم دسوات څخه ليدنه کړې ده.
دترکيې سفير دسوات په سرښار مينگوره کې دخپل حکومت له لوري دسوات په طالب علمانو سوغاتونه وويشل.
په دغه مهال بابرهزلان يوې دستورې ته وينا هم وکړه او وې ويل پاکستان زمونږ دوهم کور دى.
دهغه وينا وه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې به ترکيه دپاکستان سره هر رقم مرستې کوي.
نوموړي وويل په ملاکنډ کې دامن ټينگښت دپاکستاني پوځونو دغوره هڅو نتيجه ده.
سږ کال داپريل په مياشت کې دصوبه سرحد دحکومت او تندروه مذهبي ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي ترمينځ دامن دتړون ماتيدو څخه وروستو په سوات کې دځايې طالبانو په ضد په پراخه کچ پوځي عمليات پيل کړي دي.
پوځ په دغو عملياتو کې ديو شمير پاکستاني طالب مشرانو دنيونې ترڅنگ دسلگونو نورو جنگيالو دوژنې ادعاوې کړي او وايي دغلته يې دطالبانو ملا ماته کړې ده.
په سوات کې دطالبانو دغورځنگ دمشر مولانا فضل الله په شمول يو شمير لوړپوړي طالب مشران دامنيتي ځواکونو دمنگولو څخه بچ وتلي او اوس هم وخت ناوخته دغلته دپوځ او تندلارو ترمينځ دنښتو پيښې رامينځته کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG