لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تيمرگره : ځانمرگي بريد کې 12 کسان وژل شوي


د صوبه سرحد کوز دير په سرښار تيمرگره کې د پوليسو په يو مرکز دجومات دننه ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه12 کسان وژل شوي او د30ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
عيني شاهدان وايي نن دجمعې په ورځ دماسپښين دنمونځ په مهال يو ځانمرگي تن دپوليسو مرکز ته دخپل گاډي دننويستلو هڅه وکړه خو کله چې هغه پوليسو راايسارولو نو خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى يې دجومات دديوال سره ټکر کړو.
دچاؤدنې څخه سمدستي وروستو امدادي ډلې او امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته رسيدلي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دتيمرگرې روغتون ته رسول شوي خو دغلته هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دملاکنډ سيمې دپوليسو مشر يا ډي ايي جي ادريس خان دپيښې دجزئياتو څرگندولو په ترڅ کې وائس اف امريکا ته ويلي دي په ډاگيز ډول دا يوځانمرگى بريد بريښي او دپيښې په هکله نورې پلټنې پيل کړل شوي دي.
ددغه پيښې له امله يو شمير گاډي هم تباه شوي او نزدې ودانۍ ورسره هم زيانمنې شوي دي.
ديرسيمه دپاکستان په صوبه سرحد کې دطالبانو او تندلارو تر ټولو ستر مرکز گڼل کيدونکي سوات سره په پوله پرته ده او دغلته په تيره موده کې پوځ دتندلارو په ضد په پراخه کچ پوځي عمليات کړي وؤ.
په دير کې رامينځته شوى دغه ځانمرگي بريد په داسې حال کې شوى دى چې يوه ورځ دمخه دصوبه سرحد سوات سيمې ته په پاکستان کې دامريکا سفيره او اوړمه ورځ دغلته دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن ورغلل او په سيمه کې يې دروانو پوځي عملياتو څخه دځان خبرولو ترڅنگ دغلته په عملياتو کې دبوختو پوځيانو سره هم ليدل کتل کړي وؤ.
دامريکا دلوړپوړو چارواکوسوات ته دسفرونو سره نۀ يواځې دسوات دخلکوبلکې دټول پاکستاني اولس په سوات کې دامن ټينگيدو هيلې تاندې شوې وې خو په تيمرگره کې دجومات دننه ترسره شوي دغه ځانمرگي بريد بيا دسيمې خلک دامن په هکله دانديښنو سره مخ کړي دي.
په دې وروستيو کې دامريکا لخوا افغانستان دپاره دنوې تگلارې اعلانيدو راپديخوا په پاکستان کې ترهه گريزو پيښو بهير کې چټکتيا راغلې ده او دروانې مياشتې په پيل کې هم دپنجاب ايالت دپينډۍ په يوه پوځي سيمه کې دجومات دننه ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د40ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
په پاکستان کې دترهه گرۍ په ضد دروانې جگړې په مهال په بيلا بيلو سيمو کې نۀ يواځې په بازارونو،حکومتي او اولسي مقاماتو ،امنيتي مرکزونو او عسکري سيمو کې دغه رقم دترهه گرۍ پيښې رامينځته شوي بلکې حجرې او جوماتونه هم ترې خوندي نۀ دي پاتې شوي.

XS
SM
MD
LG