لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد : ددفاع وزيرهم چين ته نۀ دى پريښودل شوى


په پاکستان کې دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دواکمنۍ په دور کې دملي روغې جوړې دجاري کړل شوي لانجمن امر يا اين ار او دله مينځه دتللو څخه وروسته دپاکستان ددفاع وزير دچين په سفرروانيدلوته نه دى پريښودل شوى اؤ دکورنيوچارو دوزير رحمن ملک دنيولوامرشوى دى.
داين اراو دختميدلوسره سم په څلورو واړو صوبو کې داحتساب محکمو يو ځل بيا داين ار او څخه دگټو اخستونکو څه دپاڅه د٨٠٠٠ؤ زروکسانو په ضد مقدمې راسپړلي دي.
دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمدمختار وايي هغه ديوې ډلې په مشرۍ دچين په رسمي سفردتگ تابيانيولې وه خودهوايي ډگرچارواکوهغه چين ته دتگ څخه منعې کړو چې لۀ دې وروستودښاغلي مختار ډله دهغه څخه پرته چين ته روانه شوې ده.
خبريالانوته ددفاع وزير وويل نوم يې په هاغو٢٤٧کسانوکې راوستل شوى دى چې دهيوادڅخه بهرته په تگ يې بنديز لگول شوى دى.
دهيوادڅخه بهرته دکوموکسانوپه تگ چې بنديزلگول شوى دى په هغې کې د دفاع دوزير ترڅنگ دکورنيوچارو وزيررحمان ملک اؤ دايم کيوايم سره دتعلق لرونکو د دوؤ وزيرانوفاروق ستاراؤ بابرغوري نومونه هم شامل دي.
دجمعې په ورځ دپاکستان دسندهـ ايالت دکراچۍ داحتساب محکمې ددغه هيواد دکورنيو چارو دوزير رحمان ملک دنيولو امر کړى دى او ددفاع دوزير چوهدري احمدمختار، دواکمن گوند پيپلز پارټۍ دستر سکتر جهانگير بدر،دنصرت بهټو او سلطان فاروقي په گډون يې 113 کسان محکمې ته رابللي دي.
ددې ترڅنگ دپاکستان داحتساب ادارې يا نيب دسندهـ دصوبايي وزير سراج دراني او دجمهوررئيس دسکتر سليمان فاروقي په گډون داين ار او څخه دگټه اخستونکو 78 کسانو په ضد دجوړو شوؤ مقدمو دبيا راسپړلو لپاره داحتساب محکمې ته خواست کړى دى.
بل لوري ته په پنجاب کې دنيب دڅانگې په خواست دکراچۍ داحتساب عدالت دپيپلزگوند مشر سکتر جهانگيربدر، دپاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټومور نصرت بوټو او ددفاع دوزير احمدمختار په گډون 32ؤ کسانو ته ويل شوي چې محکمې ته حاضر شي.
دنيب لخوا محکمې ته ورکړل شوي خواست کې ويل شوي په پنجاب کې نيب سره ٤٤ مقدمې وې چې په هغې کې د٣٢ؤ پلټنې سرته رسول شوي دي ،ځکه نو ددغو مقدمو مربوط کسان دې راوبلل شي.
دبلوچستان ايالت په کوئټه کې هم نيب دصوبايي وزير انجنئير زمرد خان او پخواني صوبايي وزير ميربازکهيتران په گډون دهاغو18ؤ کسانو په ضد دجوړو کړل شوؤ مقدمو دبيا راسپړلو دپاره داحتساب محکمې ته خواست کړى دى چې داين ار او له امله ورته جرمونه بخښل شوي وؤ.
په پيښور کې احتساب عدالت داين ار او دختميدو څخه وروستو دنيب په خواست پخواني صوبايي وزير حبيب الله خان کنډي ته سبا محکمې ته دحاضريدو نوټس ليږلى دى.
په حبيب الله خان کنډي په تيرووختونو کې تور لگول شوى ؤ چې هغه درينگ روډ په جوړولو کې پيسې غبن کړې وې.
هغه سره په دغه تور کې افتاب احمدخان شيرپاؤ،سناتورگل شير او تحصيلدار موسم خان هم تورن کړل شوي وؤ.
بايد وويل شي داين اراو څخه چې په پاکستان کې کومو٨٠٠٠ؤ زرو کسانوگټه اخستې وه په هغې کې يونوم ددغه هيواد دجمهوررئيس اصف علي زرداري هم دى په چاچې دلکونوډالرو دبډو،رشوتونواؤ درغليودمقدموترڅنگ دجنايي جرمونومقدمې هم جوړې کړل شوي اؤ په دغومقدموکې يې څوکاله بندهم تيرکړى دى.
داين اراو د غيرموثرکيدوباوجود هم دپاکستان داساسي قانون لۀ مخې جمهوررئيس اصف علي زرداري مثتثني دى

XS
SM
MD
LG