لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزئ: د جيټ الوتکوبريدکې ١٤تندلاري وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمه کوزه اورکزئ ايجنسۍ کې نن دجمعې په ورځ هم دامنيتي ځواکونولخوا دجنگي الوتکو لۀ لارې دتندلارو يو شميرشکمنې ځالې په نخښه کړي دي چې پکې ١٤تندلاري وژل شوي اؤگڼ شميرنورژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينوډيوه راډيوته وويل جيټ الوتکوپه ماموزئ،ډبورۍ اؤ غلجوسيموکې دتندروه جنگيالوشکمنوځالوباندې گولۍ ورولي دي.
همدغه رازدماموزو سيمې څخه ددوؤ قبائيلي وگړو مړي ترلاسه شوي چې پيژندگلويې دحضرت علي اؤ مصري خان په نومونو شوې ده خوددغودواړو کسانو دوژل کيدوپه هکله نورجذئيات نۀ دي په ډاگه شوي.
بل لوري ته نن دجمعې په ورځ داورکزئ ايجنسۍ سره پيوست په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دفني زده کړو يومرکز په چاوديدونکوموادو سره الوځول شوى دى.
دغه پيښه په باړه تحصيل کې رامينځته شوې ده .
دچاودنې لۀ امله دمرکز وداني په بشپړ ډول ړنگه شوې خوکومه مرگ ژوبله پکې نۀ ده رامينځ ته شوې.
تردې دمه ددغه پيښې مسوليت چاپه غاړه نۀ دى اخستى.
په اورکزئ اؤ خيبرايجنسوکې وروستولۀ هغې دتندلارو په ضد امينتي ځواکونوعمليات چټک کړي دي چې راپورونه خوارۀ شول دافغانستان سره په ليکه پرته دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتوپيل کيدلوله امله دطالبانومهم کمانډران اؤ وسله وال ياغيان نزدې اورکزو اؤ خيبرايجنسوته تښتيدلي دي.
دپاکستان وزيراعظم يوسف رضاگيلاني تيره اوونۍ ويلي وؤ په جنوبي وزيرستان کې دعملياتوڅخه وروستواوس په اورکزو ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتوخبرې روانې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG