لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل : کرزي دنوې کابينې دغړو نومونه پارلمان ته وړاندې کړي دي


د افغانستان جمهوررئيس حامدکرزي دخپلې نوې ٢٣کسيزې کابينې نومونه پارلمان ته وړاندې کړي دي په دغو٢٣ؤ کسانوکې ١٢هغه وزيران هم شامل دي چې دحامدکرزي په تيره کابينه کې يې هم د وزيرانوپه توگه کارکړى دى.
په نوي کابينه کې ٨ؤ کسانوته په لمړي ځل موقعه ورکړل شوې ده اؤ درې پکې هاغه دي چې دتيرو اتوؤ کالوراهسې په بيلابيلووختونوکې دکرزي دحکومت برخه پاتې شوي دي.
حامدکرزي په نوې کابينه کې داطلاعاتواؤ کلتور دوزير په توگه دسيدمخدوم رهين نوم وړانديزکړى.
دښاغلي رهين نوم درې کاله دمخه هم حامدکرزي پارلمان ته د منظورۍ دپاره ليږلى ؤ خوپارلمان دهغه نوم رد کړى ؤ.
مخدوم رهين دامهال په هند کې دافغانستان دسفيرپه توگه دنده ترسره کوي.
معلومه شوې ده چې دافغانستان دبهرنيوچارو دوزير نومولو کار راتلونکې مياشت په لندن کې دافغانستان په هکله دکيدونکې نړيوالې غونډې پورې ځنډول شوى دى.
دبرټانيې د وزيراعظم گورډن براؤن لۀ لوري راغوښتل شوې دغه غونډه کې به ښاغلى رنگين دادفرسپنتا دبهرنيوچارو د وزير په صفت گډون کوي.
دافغانستان دننه په شلم اگست دجمهورري رياست دترسره شوؤ ټاکنو په مهال دکرزي په حکومت تر ټولو زيات دولتي ادارو کې دبډو رشوتونو او درغليو تورونه لگيدلي وؤ.
دنړيوالې ټولنې لخوا پرله پسې افغان جمهوررئيس ددې فشار لاندې ؤ چې بايد دکرزي حکومت په هيواد کې بډې او رشوتونه له مينځه يوسي.
دخالي په ورځ دافغانستان دپارلمان په غونډه کې دنوې کابينې دپاره دځينونومول شوؤ کسانوپه نومونو سختې نيوکې وشوې.
دپارلمان غړو وويل په نوې کابينه کې هم زياتره هغه کسان په نظرکې نيول شوي دي چې دتيرې کابينې غړي هم وؤ او هم ددغو وزيرانو په موجوديت کې دافغانستان دننه اداري فساد او بډو رشوتونو وده موندلې وه.
دافغانستان جمهوررئيس په جنگونو کې دوژل شوؤ بې گناه خلکو ،معيوبينواو دمحنت وزارتونه په دوؤ برخو کې ويشل شوي او دهغې دپاره ددوؤ وزيرانو نومونه وړاندې کړل شوي دي.
دجمهوررئيس په دغه پريکړه دپارلمان غړو کلکې نيوکې کړي او ويلي يې دي دهيواد داساس قانون له مخې جمهوررئيس کرزي ته دغه رقم هيڅ واک نۀ دى ترلاسه.
ټاکل شوې ده دنوې کابينې دغړو په نومونو به پارلمان لږ ترلږه يوه اوونۍ خبرې کوي اودنومول شوؤ وزيرانو دنومونو منظوري به ورکوي.
يومطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دافغان جمهوررئيس حامد کرزي وياند وويل جمهوررئيس دنوې کابينې دغړو په ټاکلو دنړيوالو او افغاني شخصياتو سره صلاح مشورې کړي دي خو غوڅه به پريکړه په دغه هکله جمهوررئيس پخپله کړې ده او هغه ډاډه دى چې کوم کسان په کابينه کې ونيسي هغه به دادارو څخه دبډو رشوتونو او درغليو په ختمولو کې مرسته وکړل شي.

XS
SM
MD
LG