لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:دمحرم الحرام په مهال زياتره لويې بازارونه تړل شوي دي


دپاکستان په صوبه سرحد کې دمحرم الحرام دمياشتې پيل کيدو سره سم امنيتي ادارو په سرښار پيښور،کوهاټ،هنګواو نورو بيلا بيلو سيمو کې کلک امنيتي ګامونه اخستي او دپيښور ټول لويې بازارونه دلسو ورځو دپاره تړل شوي دي.
دامنيت باوري کولو دپاره حکومت پريکړه کړې ده چې دماسخوتن دنمونځ څخه وروستو به ټول جوماتونه بند ساتلى شي.
په پاکستان کې به له دې وړاندې زياتره دشيعه او سًني مسلمانانو ترمينځ په بيلا بيلو سيمو کې دمسلکي اختلافاتو په اساس جګړې کيدلې خو دتيرو څو کالو راهسې په دغه هيواد کې دمحرم په موقع ځانمرګي بريدونه او بمي چاؤدنې ترسره شوي دي چې له دې امله اوس خلک زيات ويريدلي دي.
دپيښور دپوليسو مشرياډي ايي جي لياقت علي خان ډيوه راديوته وويل پوليس په محرم کې دامنيت پځايې ساتلودپاره بيخي چمتودي اؤ په ټولومهموسيمواؤ بازارونوکې يې ځانگړي امنيتي تدابيرنيولي دي.
دپوليسومشروويل په دمحرم الحرام په مهال دامنيت اؤ ثبات دټينگښت دپاره يې ديني عالمانو،سوداگرانواؤ دمدني ټولنې داستازو سره هم ليدلي اؤ هغوئ دکوټلې همکارۍ باور ورکړى دى.
دا مهال دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې هاغه ټولې سيمې او بازارونه په بشپړ ډول تړل شوي چرته چې په عاشوره کې دشيعه مسلمانانو دراوتلو او دماتم کولو امکانات دي.
دپيښور ستر بازارونه قصه خوانۍ،کوهاټۍ،صدر،رامداس ،سکندرپوره .مکړي ګودام او نورو کې حکومت په سړکونو اغزن تارونه لګولي او خلک په دغو لارو تګ راتګ ته نۀ پريښودل کيږي.
همدغه راز دښار په زياترو بازارونو کې په لوړو ودانيو امنيتي ځواکونو خپلې مورچې جوړې کړي او په سړکونو هم دپوليسو پوستې يا پاټکونه سيوا کړل شوي دي.
په ټولو امام باړو او جوماتونو هم پوليسو پهرې سختې کړي او په مهمو او حساسو مقاماتو خفيه کيمرې لګول شوي دي.
په کوهاټ ډويژن کې دمحرم په مهال دڅه رقم بدې پيښې دمخنيوي په خاطردپينځوؤ زرو عسکروخدمات ترلاسه کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG