لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: پريس کلب ځانمرگي بريد کې درې کسان وژل شوي


د پاکستان دصوبه سرحدپه سرښارپيښورکې دخبريالانوپه مرکزياپريس کلب ځانمرگي بريدترسره شوى دى چې پکې ديوعسکرپه گډون درې کسان وژل شوي اؤ٢٦ نورژوبل شوي دي.
دپيښورپريس کلب يوکارمند اؤدپيښې عينې شاهدامت خان ډيوه راډيوته وويل دشل دوه ويشتوکالويوهلک چې پياده روان ؤ پريس کلب ته يې دننوتلوهڅه وکړه خودکلب په دروازه کې په ډيوټۍ مامورپوليس عسکرهغه راايسارکړو.
په دغه مهال ځانمرگي تن ځان پسې تړلوچاوديدونکوموادوته انفجار ورکړو چې لۀ امله يې پوليس حوالداررياض الدين،دپريس کلب دمالي چارو يومامورميااقبال شاه اويوه ميرمن روبينه شاهين ووژل شول اؤ گڼ شميرنورژوبل شول.
دپيښې په وخت په پريس کلب کې دکليزوټاکنوياانتخاباتودکمپائن په لړکې په لسگونوخبريالان راغونډ شوي وؤ اؤ ځانمرگي غوښتل چې دغه خبريالان په نخښه کړي.
بايد وويل شي په پاکستان کې دالمړى ځل دى چې دترهگرۍ پيښه کې خبريالان نيغ په نيغه په نخښه کړل شوي دي .
خوتردې مهاله کومې تندروه ډلې ددغه ځانمرگي بريد مسوليت په غاړه نۀ دى اخستى.
په دغه ځان مرگي بريدکې دپريس کلب وداني ته سخت زيان رسيدلى دى اؤ په سرک روان يوشميرگاډي هم زيانمن شوي اؤ پکې ناست کسان ژوبل شوي دي خوخبريالانوته پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
سرچينې وايي پيښورپريس کلب ته دوه مياشتې وړاندې داستخباراتي ايجنسيولۀ لارې خبردارى ورکړل شوى ؤ چې تندلاري دپريس کلب دپه نخښه کولو پلان لري چې لۀ دې امله دتيرو دوؤ مياشتوراپديخوا دپريس کلب امنيت سخت کړل شوى ؤ.
دپيښې څخه وروستودصوبه سرحدوزيراعلي اميرحيدرخان هوتي،مشروزيربشيراحمدبلور ،مشروزيررحيم داد خان، داطلاعاتووزيرمياافتخارحسين دکلتور وزيرسيدعاقل شاه اؤ نورو لوړپوړو حکومتي اؤ انتظامي چارواکو دپيښورپريس کلب څخه ليدنه وکړه.
دپيښې په ځايې کې دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وويل په دغه غمژنه پيښه نۀ يواځې صوبايي حکومت بلکې ټول اولس خفه دى.
هغه وويل ترهه گر او تندلاري اوس مات شوي او ويريدلي دي ځکه يې په خبريالانو بريد کړى دى.
دوزيراعلي وينا وه دصوبه په موجوده حالاتو کې چې ددې سيمې خبريالانو کومو مهم رول ادا کړى دى هغه دترهه گرو په سترگو کې لکه داغزي غړيږي.
هغه وويل ددغه بريد مقصد خبريالان درښتياؤ څخه منعې کول او ترهه گرو ته تسليميدل ؤ خو خبريالان ،حکومت او اولس به ترهه گرو ته سرونه ټيټ نۀ کړي.
دوزيراعلي وينا وه دترهه گرۍ په ضد جگړه دڅو ورځو دننه نۀ شي گټل کيدلى ،بلکې مونږ ته به دخپل اولس او خاورې دژغورنې دپاره زياتې قربانۍ ورکول وي.
سږ کال داکتوبر په ١٧مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کيدو راپديخوا په ټول پاکستان کې دترهه گرۍ پيښو او ځانمرگي بريدونو کې اضافه راغلې ده چې پکې د500ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دغه ځانمرگي بريدونو په جوماتونو،حجرو، سرکاري دفترونو، ودانيو او دگڼې گوڼې په بازارونو کې ترسره شوي دي چې پکې اولسي وگړي،پوليس او پوځيان وژل شوي دي خو دا لمړى ځل دى چې په هيواد کې په کوم پريس کلب دغه رقم ځانمرگى بريد ترسره شوى دى.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ددغه بريد په سختو ټکو کې دغندنې کولو په وخت ويلي دي تندلارو ژورنالستان درښتياؤ ليکلو او وئيلو له امله په نخښه کړل خو حکومت به دهغوي ددغه رقم فعاليتونو څخه ونۀ ويريږي او په ضد به يې عملياتو ته دوام ورکوي.
دپيښور پريس کلب مخې ته خبريالانو سره دخبرو په مهال ميا افتخار حسين وويل ژورنالستانو ته به ديو موټى کيدو په صورت کې تندلارو ته ماتې ورکول وي.
هغه وويل ترهه گر بهرنۍ ايجنډې پرمخ بيايي او ددغو کورنيو ترهه گرو دملا ماتولو سره بهرني لاسونه هم کمزوري کيدلى شي.
بايد وويل شي دکال 2007ء دجولايي دمياشتې څخه تراوسه په بيلا بيلو ترهه گريزو پيښو او ځانمرگي بريدونو کې ديوې اندازې مطابق د2700 ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG