لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور:محکمې درحمان ملک سزاگانې ځنډولي دي


د پاکستان دپنجاب صوبې دلاهور ايالتي محکمې ددغه هيواد دکورنيو چارو دوزير رحمان ملک په ضد داحتساب دمحکمې لخوا دورکړل شوؤ ټولو سزاگانو دځنډولو امر کړى دى.
دنهې په ورځ دمحکمې لخوا ددغه امر کيدلو څخه وروسته رحمان ملک خبريالانو ته ويلي دي هغه محکمې ته په مخ کيدلو دا په ډاگه کړې ده چې دعدليې او انتظاميې ترمينځه کوټلې همکاري شته.
رحمان ملک وويل دواکمن پيپلز گوند مشرانو پريکړه کړې ده چې دعدليې درناوى به کوي او په ټولو پريکړو به يې عمل کولى شي.
رحمان ملک وويل عدليه درياست يوه مهمه ستنه ده او دسترې محکمې لخوا داين ار او دختمولو دامر څخه راپديخوا به دپيپلز گوند هاغه ټول مشران محکمو ته مخ کيږي چې تورونه پرې لگول شوي دي.
بايد وويل شي تيره اوونۍ دسترې محکمې ١٧ کسيزې څانگې دپاکستان دپخواني جمهوررئيس پرويز مشرف دواکمنۍ په مهال دجاري کړل شوي ستونزمن صدارتي امر يا اين ار او په ضد دپريکړې ورکولو په مهال ويلي وؤ دغه امردهيواد داساسي قانون په ضد دى.
سترې محکمې دجمهوررئيس اصف علي زرداري په گډون په هاغو ٨ؤ زرو کسانو بيا دمقدمو سورولو امر کړى ؤ چې داين ار او له امله ورته بخښنه شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG