لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور: ځانمرگي بريد کې پنځه کسان مړه او 28 ژوبل


د صوبه سرحد په سرښار پيښور کې نن دزيارت په ورځ يو ځل بيا په مال روډ دامنيتي ځواکونو دپوستې ترڅنگ ځانمرگي بريد ترسره شوى چې پکې 5کسان وژل شوي او 25 نور ژوبل دي.
په وژل شوؤ کې يو دپوليس عسکر هم شامل دى چې نوم يې حيات الله ښودل کيږي.
دغه ځانمرگي بريد سحر مهال دصدر په مال روډ دپاکستان دهوايي شرکت پي ايي اى ددفتر ترڅنگ دپوليسو په پوسته هاغه وخت ترسره شو کله چې دوؤ ځانمرگي کسانو غوښتل دپي ايي اى ودانۍ ته ننوځي.
دپيښور دپوليسو مشر يا ډي ايي جي لياقت علي خبريالانو ته ويلي پوليس عسکر ددغه ترهه گرو په مخې نيولو سره دخپل ځان قرباني ورکړه خودلويې تباهۍ مخه يې ونيوله.
دپيښورانتظامي مشر يا ډي سي او صاحبزاده انيس دپيښې په ځايې کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل په دغه پيښه کې 5 کسان وژل شوي او 25 نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل په ژوبلو کسانو کې هم دڅلورو حالت نازک دى.
دچاؤدنې له امله خواؤشا ودانيو او يو شمير گاډو ته هم نقصان رسيدلى دى.
ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ او سي ايم ايچ روغتونونو ته رسول شوي دي.
ددغه ځانمرگي بريد مسؤليت تر دې دمه چا په غاړه نۀ دى اخستلى.
دصوبه سرحد مشر وزير بشيراحمدبلور دځانمرگي بريد ترسره کيدو څخه سمدستي وروستو دپيښې ځايې ته ورسيدو او دغلته يې خبريالانو ته وويل دترهه گرۍ په دغو پيښو کې بهرني لاسونه ککړ دي.
دبشيربلور وينا وه کۀ اړتيا وليدل شوه نو پيښور ته پوځ هم رابلل کيدلى شي.
هغه وويل پاکستان يو اټومي هيواد دى ځکه نو دبې ثباته کولو هڅې يې روانې دي.
همدغه راز داطلاعاتو صوبايي وزير ميا افتخار وايي څومره وسيلې چې صوبايي حکومت په لاس کې لري دهغې دچوکاټ دننه دترهه گرۍ دمخنيوي دپاره گامونه اخلي.
په پيښور کې خبريالانو سره په خبرو کې افتخار حسين وويل ترهه گر ويريدلي او اوس هغوي دويرې په حالت کې دغه بزدلانه کارروايۍ کوي.
دميا افتخار حسين وينا وه ترهه گر دمحرم جلوسونه هم په نخښه کولى شي خو مونږ ټولو ته به په اتفاق دبيدار اوسيدلو ضرورت وي.
بايد وويل شي دوه ورځې دمخه هم دپيِښور په صدر سيمه کې دپريس کلب په ودانۍ يو ځانمرگي بريد کې 3 کسان وژل شوي او 26 نور ژوبل شوي وؤ.
دترهه گرۍ دغه وروستۍ پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې پوليس او صوبايي حکومت ادعاوې کوي چې دمحرم الحرام له امله يې په ټول پيښور کې امنيتي تدابير سخت کړي او په شکمنو خلکو سخت نظر ساتل شوى دى.
په دې وروستيو کې دپيښور دننه درامينځته شوؤ ترهه گريزو پيښو له امله په خلکو کې سخته ويره ترهه خوره شوې او ډير کم خلک دترهه گرۍ دپيښو له ويرې دکورونو څځه بهر اوځي.

XS
SM
MD
LG