لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستره محکمه :هيجړاگانو ته دې دوراثت حق او ددريم جنس درجه ورکړل شي


د پاکستان سترې محکمې امرکړى دى چې ددغه هيوادهيجړاگانوته دې په وراثت کې دبرخې حق ورکړل شي اؤ دشناختي کارډ اؤ پاسپورټ کې دې دهغوئ لپاره د دريم جنس خانه جوړه کړل شي.
تيره ورځ په ستره محکمه کې دهيجړاگانو حقونوپه بابله ددوسيې اوريدنې په مهال دسترې محکمې مشرقاضي وويل دهيجړاگانو وارثان دې هغوئ ته په وراثت کې دبرخې ورکولوپه اړوند دمحکمې پريکړه په سم لاسي ډول عملي کړي گنې قانون به پخپله گامونه واخلي.
مشرقاضي افتخارمحمدچوهدري وويل هيجړاگان هم دپاکستان يورقم وگړي دي ځکه نودټولو ضلعو انتظامي مشران دې هيجړاگانوته په وراثت کې دبرخې اخستلودپاره گامونه واخلي.
مشرقاضي دسندهـ ايالت لۀ لوري دماشومانوته دپوليو دڅاڅکو ورکولودپاره دهيجړاگانوگمارل وستائيل اؤ نورو صوبوته يې هم امروکړو چې دسندهـ په شان هغوئ هم هيجړاگانوته دعزت د روزگار ورکولودپاره عملي گامونه واخلي.
مشرقاضي وويل حکومت بايد هيجړاگانو ته دعزت دروزگار ورکولو دپاره دقرضدارو څخه دقرضونو ترلاسه کولو دپاره دهيجړاگانو دخدماتو په ترلاسه کولو غور وکړي.
هغه وويل په دغسې کولو سره به يو لوري ته دقومي خزانې ډوبې شوې پيسې بيرته ترلاسه شي او بل لوري ته به هيجړاگانو ته روزگار هم په لاس ورشي.
مشرقاضي نادرا ته امر وکړو چې دهيجړاگانو دپاره بايد په شناختي کارډ کې دجنس بيله خانه تياره کړي.
همدغه راز مشر قاضي لويې څارنوال ته وويل هغه بايد حکومت ته ووايي چې دهيجړاگانو تعليم باوري کړي او کوم هيجړاگان چې دتعليم ترلاسه کولو دعمر څخه اوښتي دي هغوي ته دې فني زده کړې ورکړل شي.
مشر قاضي وويل حکومت بايد درايې ورکوونکو په فهرستونو کې هم دهيجړاگانو نومونه ثبت کړي چې دغه رقم هغوي هم په جمهوري عمل کې برخه واخستل شي.
مشر قاضي دهيجړاگانو دحقونو ددوسيې نوره اوريدنه تر يوې مياشتې ځنډولې ده.
په پاکستان کې هيجړاگانو دسترې محکمې په دغه امر دخوشحالۍ څرگندونه کړې ده او وايي هغوي ددې ملک وگړي دي ځکه نو بايد دنورو وگړو په څير ورته خپل ټول انساني ،سياسي او جمهوري حقونه ورکړل شي.
دپاکستاني هيجړاگانو يو مشرالماس بوبي چاچې سترې محکمې ته دهيجړاگانو دحقونو په هکله خواست هم کړى دى خبريالانو ته ويلي دي که هغوي ته د قرضونو دوصولولو دنده وسپارل شي نو باور لري چې په ښه ډول به يې ترسره کړي.
بوبي وويل هيجړاگان به ټولو قرضدارو پسې دټولگو په شکل کې دهغوي کورونو ته ځي ،دکورونو مخې ته به يې تماشه کوي ،لاسونه به پړقوي او ورته به ووايي چې که دملک او قام پيسې بيرته نۀ شئ ورکولى نو زمونږ په ليکه کې شامل شه.
بايد وويل شي سترې محکمې پاکستاني هيجړاگانو ته دروزگار ورکولو دغه امر په داسې حال کې کړى چې له دې وړاندې په هند کې هيجړاگان دگمرکونو په راټولولو حکومت گمارلي دي او هغوي ته يې ددغه لارې دروزگار زمينه برابر کړې ده.
دا مهال دنړۍ دنورو هيوادونو په څير دپاکستان په هر لويې ښار کې په زيات شمير هيجړاگان ژوند کوي او هغوي دخپل ورځني ژوند دتيرولو دپاره نڅاه ،خيرات غوښتل او ځينې نور هاغه کارونه کوي چې دپاکستان قانون يې اجازه نۀ ورکوي.
دپاکستان په صوبه سرحد دترهه گرۍ په ضد روانې جگړې هيجړاگان هم زيات ځپلي دي او اوس هغوي نۀ شي کولى په محفلونويا بالاخانو کې تماشگيرو ته گډاگانې وکړي.
په صوبه سرحد کې دمذهبي گوندونو دائتلاف يا متحده مجلس عمل دتيرحکومت دواکمنۍ په مهال دپيښور په يو شمير سيمو کې دهيجړاگانو بالاخانې ختمې کړل شوې وې او هغوي د هيجړاگانو دپاره دمشهوربازارډبگرۍ څخه شړل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG