لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منوچر متقى : داسامه بن لادن لور په ايران کې ده


ايران پخلى کړى دى چې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن يوه لور په تهران کې دسعودي عرب په سفارت خانه کې موجوده ده خو وايي نۀ پوهيږي داسامه لور څنگه ايران ته ننوتلې ده.
دايران دبهرنيو چارو وزير منوچر متقي يو تيليويزيون سره په خبرو کې ويلي دي داسامه بن لادن د17 کلنې لور ايمان په په ايران کې دموجوديت خبر دسعودي سفارت خانې ورکړى دى او له دې وړاندې هغوي ته دا نۀ وه معلومه چې گنې داسامه بن لادن لور په ايران کې ميشته ده.
هغه وويل که چرې داسامه بن لادن دلور پيژندگلو وشي نو دايران څخه به يې په وتلو هيڅ رقم پابندي نۀ وي.
له دې وړاندې داسې خبرونه راغلي وؤ چې داسامه بن لادن ١٦ بچي او يوه ښځه په ايران کې دتيرو اتوؤ کلونو څخه نظربند دي.
دسرچينو له مخې په تهران کې دنظربندۍ په مهال دالقاعده دمشر اسامه بن لادن يوه لور ايمان دسودااخستو په بهانه وتښتيدله دسعودي عرب سفارت خانې ته په ورسيدله.
دايران دبهرنيو چارو وزير منوچر متلي پخلى کړى دى چې داسامه بن لادن لور ايمان ته سعودي عرب ته دتللو اجازه ورکړل شوې ده.
داسامه کورنۍ دغه خلک په کال 2001ء کې ديوولسم ستمبر دپيښو څخه وړاندې دافغانستان څخه ايران ته تللي وؤ او دغلته دوي نظربند کړل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG