لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا:دالوتکې دتباه کولو هڅه ناکامه شوې ده


د امريکې په ډيټرائټ ښار کې دنائيجيريا سره دتعلق لرونکي تن لخوا دمسافرو دالوتکې تباه کولو دهڅې وروسته په ټول هيواد کې فضايي امنيت سخت کړل شوى دى.
دسپينې ماڼۍ چارواکي دکرسمس په ورځ رامينځته شوې دغه پيښه دترهه گرۍ يوه هڅه گرځوي.
دسرچينو له مخې دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دهالينډ دايمسټرډم ښار څخه راتلونکې الوتکه چې پکې 278 مسافر اؤ دعملې 11 کسان سپارۀ وؤپه ډيټرائټ هوايي ډگر دکوزيدو څخه خواؤشا 20 دقيقې وړاندې 23 کلن عمر فاروق عبدالمطلب په دغه الوتکه کې دچاؤديدونکو موادو له لارې داور لگولو هڅه وکړه.
ددغه چاؤدنې څخه وروستو په الوتکه کې منډې ترړې جوړې شوې خو يو تن دچاؤدنې له امله لگيدلى اور ووژلو.
په دغه هڅه کې دعمر فاروق عبدالمطلب پښه ژوبل شوه خو په الوتکه کې نورو ناستو ته مسافرو ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
دالوتکې دراکوزيدو سره سم شکمن تن عبدالمطلب ونيول شو.
دسرچينو وينا ده دغه شکمن ويلي تعلق يې دالقاعده سره دى او دالقاعده په امر يې دغه کارروايي کړې ده
هغه دا هم ويلي دي چې القاعده ورته امر کړى ؤ چې دغه الوتکه به دامريکا په خاوره تباه کوې.
خو چارواکي وايي لا اوس مهال ددغه شکمن تن دادعا پخلى نۀ شي کيدلى.
دامريکايي حکومت سره دترهه گرۍ دڅارنې له لړ کې دکارکوونکې ادارې انټل سينټر وينا ده دغه پيښه دهيواد په ضد ستر گام ښگاري .
دادارې له مخې په راتلونکو څو ورځو کې هم دغه رقم کومه کارروايي دامکان څخه بهر نۀ ده.
دسپينې ماڼۍ له مخې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما ددغه پيښې په هکله دخپلو امنيتي چارواکو سره خبرې کړي دي.
ښاغلى اوباما دوضعيت څارنه کوي او په هوايي کې دخپلو رخصتيو په موقع په دغه هکله تازه خبرونه ترلاسه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG