لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوله نړۍ کې شيعه مسلمانان ماتمي جلوسونه  اوباسي


دپاکستان په گډون دنړۍ په گنړ شميرهيوادونوکې شيعه مسلمانان دنهم محرم ماتمي جلوسونه وباسي.
داتوارپه ورځ په پيښور کې دصدر بازار دزړې امام باړې حسينيه هال څخه دشيعه مسلمانانومرکزي ماتمي جلوس په سختو امنيتي تدابيرو کې ووتلو او عزادارانو ځانونه په زنځيرونو ووهل.
دپاکستان په لاهور ښار کې دنهمم محرم په هکله په نکلسن سړک دعزا مجلس جوړ شو چې پکې په زرگونو عزادارانو برخه واخسته.
په پايتخت اسلام اباد کې د نهم محرم مرکزي جلوس د امام باړې G-6 څخه ووتلو او دبيلا بيلو لارو څخه دتيريدلو وروستو ميلوډي څلور لارې اسلام اباد ته ورسيدلو.
سږکال دعاشورې په مهال په ټول پاکستان کې په عمومي اؤ په پيښورکې په خصوصي دامن دټينگښت دپاره کلک امنيتي گامونه اخستل شوي دي اؤدهيواد په بيلا بيلو ښارونو کې دعاشورې په جلوسونو دممکنه بريدونو د مخنيوي لپاره پوځ پځايې کړل شوى دى.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس په دې هکله خبريالانو ته ويلي دي په ټول پاکستان کې 127 پوځي قطعې گمارل شوي چې يواځې 72 يې په پنجاب کې دي.
ښاغلي عباس وويل پوځ دغه گمارنې دصوبو لخوا دخواستونو وروستو کړي دي.
دهغه وينا وه دپوليس او رينجر ځواکونو څخه وروستو به پوځ ددريم گړي ځواک په توگه خدمات ترسره کوي او کله چې هم ضرورت شي کارروايي به کوي.
پوځي وياند وويل پوځ به دښارونو دحساسيت دکچې مطابق پځايې کولى شي او دپوځ دقوت او دهغوي دگمارنې وخت به په وضعيت اړه ولري.
ښاغلي عباس دپوځ دغه گمارنه په داسې ډول وښوده 72 قطعې په پنجاب،20 په سندهـ،12 په بلوچستان او سرحد،8 په شمالي سيمو او 3 په پايتخت اسلام اباد کې پځايې کړل شوي دي.
دعراق دکربلا په ميدان کې داسلام دسترپيغمبرحضرت محمد(ص) دنمسي حضرت امام حسين او دهغه دملگرو ددين لپاره دورکړل شوې قربانۍ په ياد کې دايران په گڼو ښارونو کې ماتمي جلوسونه وويستل شول او عزادارانو دغم څرگندونه وکړه.
په شام اؤعراق کې هم دعاشورې ورځ په درناوي سره نمانځل کيږي او د بغداد،موصل او کرکوک په گډون په گڼو ښارونو کې جلوسونه وويستل شول.
دپاکستان گاونډي هيواد هند کې د٩م محرم دماتمي جلوسونو لپاره په نوي ډيلي،احمداباد، حيدراباد،بهوپال او اورنگ اباد کې انتظامات شوي وؤ.
ددې ترڅنگ داروپا په گڼو هيوادونو کې هم شيعه مسلمانان دامام حسين لخوا دورکړل شوې قربانۍ په ياد کې جلوسونه وباسي او په فرانس کې داماميه ايسوسي ايشن په ملتيا دمحرم دعزادارۍ دجلوسونو ويستلو لړۍ روانه ده.
دبرطانيه په گڼو ښارونو کې هم دعاشورې په موقع جلوسونه وويستل شول.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG