لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرم ايجنسي : چاؤدنه کې دپوليټيکل محرر په ګډون ٦ کسان وژل شوي دي


دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې داتوار په ورځ سحر مهال دپوليټيکل محرر سرفراز خان په کور کې دترسره شوې چاودنې له امله دسرفراز خان په ګډون دهغه دکورنۍ شپږ کسان وژل شوي دي.
دامنيتي عسکرو له مخې چاؤديدونکي مواد دکرمې ايجنسۍ د سدې بازار په مسوزۍ کلي کې دځايې انتظاميې دمحرريامنشي سرفراز خان دکور دبهرني ديوال سره ايښودل شوي وؤ چې بيګاه ددوؤ څخه ددريوؤ بجو ترمينځ وچاؤديدل.
ددغه چاؤدنې له امله پوليټيکل محرر سرفراز خان دهغه ځوې او دکورنۍ نور څلور غړي ووژل شول.
دسرفراز څخه پرته دنورو وژل شوؤ کسانو نومونه شاهد،عامر، عبدالقيوم، عظمت الله او ابرار ښودل شوي دي.
عيني شاهدان وايي په دريوؤ کوټو کې دغه کسان اودۀ چې دريواړه کوټې دچاؤديدونکو موادو له امله تباه شوي او يوه ماشومه ژوبل شوې هم ده.
تر دې مهاله کومې تندروه ډلې ددغه پيښې مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى.
يو انتظامي چارواکي خالد ممتاز کونډي خبريالانو ته په دغه هکله ويلي دي دا پيښه په محرم الحرام پسې مربوط کول نۀ دي پکار بلکې دغه پيښه په سيمه کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو غبرګون کيدلى شي.
په سيمه کې يوبل انتظامي چارواکي ارباب علي خبريالانو ته ويلي دي دسرفرازخان څخه علاوه نور وژل شوي ټول ماشومان وؤ چې عمرونه يې د5ؤ څخه تر11ؤ کالو پورې دي.
هغه وويل تر دې مهاله دا نۀ ده په ډاګه شوې چې ددغه پيښې مسؤلين طالبان او که دشيعه مسلک مسلمانان دي.
په کرم ايحجنسۍ کې شيعه مسلمانان په زيات شمير استوگنه لري اؤ اکثره دمحرم الحرام په مهال دغلته دشيعه اؤ سني مسلمانانوترمينځ دمسلکي دختلافونو په اساس جگړې هم کيږي چې تردې مهاله په دغوجگړوکې په سوؤنوکسان وژل شوي دي
بايد وويل شي دسدې دپولټيکل محرر په کور کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې ده چې په دې وروستيو کې دکرمې ايجنسۍ دننه دتندلارو په ضد دپاکستاني پوځيانو عملياتو کې چټکتيا راغلې ده.
سږ کال داکتوبر په ١٧مه نيټه پاکستاني پوځيانو دافغانستان دپولې ترڅنګ په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په لويه پيمانه عمليات پيل کړي وؤ او سرچينې وايي ددغو عملياتو له امله ګڼ شمير جنګيالي دنزدې قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان او کرمې ايجنسۍ په ګډون نورو سيمو ته تښتيدلي دي.
دپاکستان پوځ ادعا کوي چې دتندلارو په ضد په جنوبي وزيرستان کې په برياليتوب سره عمليات ترسره کوي او په دغو عملياتو کې ديو شمير جنګيالو دنيولو ترڅنګ د600ؤ څخه زيات تندلاري وژلي هم دي.

XS
SM
MD
LG