لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جنوبي وزيرستان او سوات په عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان او دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې امنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال نهه تندلاري وژلي او 27 يې نور ژوندي نيولي دي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونونن سحر وختي دجنوبي وزيرستان په وانا سيمه کې په يو شخصي روغتون بريد وکړو چې پکې ديوې ښځې په گډون 5 بهرني جنگيالي ووژل شول.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو په وانا سيمه کې نن سحر وختي دهاغه روغتون څخه گيره واچوله چې ورته به ژوبل تندلاري دتداوۍ لپاره راوړل کيدل.
له دې وروستوددغه روغتون څخه په امنيتي ځواکونو ډزې پيل شوې.
دامنيتي ځواکونو لخوا په ځوابي عملياتو کې ديوې ښځې په گډون 5 بهرني جنگيالي ووژل شول او 27 نور ژوندي ونيول شول.
په دغو نيول شوؤ 27ؤ تندلارو کې 10 هاغه هم شامل دي چې په جنوبي وزيرستان کې دعملياتو په مهال ژوبل شوي وؤ.
سرچينې وايي دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ تر څلورو ساعتو سخته نښته روانه وه چې پکې يو پوځي هم ژوبل شوى دى.
سرچينې دا هم وايي چې وژل شوي تندلاري دکړۀ وړۀ څخه سوډانيان اوعربان معلوميدل.
دپاکستان پوځ داکتوبر په ١٧مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې دپوځ له مخې تر دې مهاله د600ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.
پوځ دا هم وايي چې دجنوبي وزيرستان زياتره سيمې يې دتندلارو څخه پاکې کړي دي خو باور کيږي دغه تندلاري دجگړې څخه دډډې کولو په غرض نورو نزدې قبائيلي سيمو ته تښتيدلي دي.
بلخوا په سوات کې دپوځ مطبوعاتي څانگې خبر ورکړى دى چې امنيتي ځواکونو دبري کوټ تحصيل په بنړگۍ سيمه کې دلټونې دعملياتو په مهال 4 تندلاري وژلي دي.
نښته کې يو عسکر هم ژوبل شوى دى.
وژل شوي تندلاري درحمت،رحيم، گل نواز او سنى گل په نوم پيژندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG