لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکابه جنوبي وزيرستان لپاره دڅلورنيم اربه روپو مرسته کوي


په پاکستان کې دامريکاسفيرې اين ډبيلوپيټرسن اعلان کړى دى چې امريکابه دپاکستان ناقراره قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دپرمختيايي کارونودپاره دڅلورنيم اربو روپو مرسته کوي.
دزيارت په ورځ پلازمينه اسلام ابادکې يوې دستورې ته دويناپه مهال ميرمن پيټرسن وويل دغه څلورنيم اربه روپۍ به د٧٥ؤ اربوروپو دهغه تړونونو برخه وي چې دامريکااؤ پاکستان دحکومتونولۀ لوري پرې ٣٠ستمبرکال ٢٠٠٩کې لاسليکونه شوي وؤ.
دامريکا لۀ لوري به دغه پيسې نيغ په نيغه دفاټاسيکرټريټ ته ورکول کيږي.
دغه پيسې به جنوبي وزيرستان کې دسړکونوپه جوړولو،داوبو درسد پروژو ته په ودې ورکولواؤدبريښنايابجلۍ دنظام په ښه کولو مصرفولى شي.
دستورې ته په ويناکې امريکايي سفيرې وويل دجنوبي وزيرستان دخلکو،پوځ اؤ سول ادارو په ولوله او هڅوتندلاري په شاتگ کولوته اړشوي دي.
دپاکستان دقبائيلي سيمودپاره ترټولو زياتې مرستې دامريکا حکومت کوي.
په تيرو دوؤ کالوکې امريکا په دغه سيمه کې د وړوکي کچ په اساسي ځاندره،تعليم،روغتيااؤ معاشي ترمختياپه پروژو د٨ؤ اربو څخه زياتې روپۍ مصرف کړي دي.
ددې ترڅنگ امريکا په قبائيلي سيمواؤ صوبه سرحدکې دجنگونولۀ امله دبې کوره شوؤ خلکودمرستې دپاره هم ٢٥ اربه روپۍ ورکړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG