لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې لږ تر لږه  دوه کسان وژل شوي


د افغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دامريکا بې پيلوټه الوتکه په بريد کې لږتر لږه دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
دسيمې نه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دغه بريد دميرعلي نه پنځه کلومیټره لرې شمال غرب په لورې په مچي خېل کلي کې د یوځایي تن کریم خان په کور تر سره شوی.
سرچينې وايي جاسوسي الوتکې په دغه کور دوه ميزائيل داغلي دي چې له امله يې کور په بشپړ ډول ړنگ شوى دى. سرچينې دا هم وايي چې دغه کور به زياتره وخت تندروه طالبانو کارولو.
تر اوسه معلومه نۀ ده چې په وژل شوو کسانو کې کوم لوړپوړى طالب کمانډر هم شامل دى که نه؟
دکال 2008ء داگست دمياشتې څخه تراوسه دپاکستان په قبائيلي سيمو ترسره شوؤ٦٨ؤ دجاسوسي الوتکو بريدونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په گډون خواؤشا٦۴٠ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG