لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان:د ډرون بريدونوکې درې تندلاري وژل شوي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جمعې په سحر د نوي کال په لومړی ورځ شکمنې بې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکې بريد کړى چې پکې لږ ترلږه 3 کسان وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينوډيوه راډيوته وويل جاسوسي الوتکې دميرانشاه څخه ١٥ کلو ميټره لرې ختيز لوري ته په غونډي کالا کلي کې په هاغه ګاډي دوه ميزائيل وداغل چې تندلاري يې وړل.
په شمالي وزيرستان کې دتيرو ١٢ؤ ساعتو په مهال دغه دوهم بريد ؤ.
له دې وړاندې دجمعې په شپه دميرعلي سره نزدې په مچي خيل کلي هم جاسوسي الوتکې بريد کړى ؤ چې پکې د سرچینو ترمخه مهم طالب کمانډر حاجي عمر په گډون درې کسان وژل شوي وؤ.
ديوې اندازې مطابق په کال 2009ء کې دپاکستان په قبائيلي سيمودجاسوسي الوتکوله خوا شاوخوا 50 بريدونه ترسره شوي دي چې پکې دپاکستاني طالبانودمشربيت الله محسوداؤغيرملکي جنګيالو په ګډون خواؤشا400 کسان وژل شوي دي .
په تيره يوه مياشت کې دشمالي وزيرستان دننه دجنګيالو په ضد دغه بې پيلوټه جاسوسي الوتکو 7 بريدونه ترسره کړي چې پکې 44 کسان وژل شوي دي.
دترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان دامريکا نزدې ملګرى دى خو دډرون الوتکو څخه دکيدونکو ميزائيلي بريدونو په هکله دپاکستاني چارواکو وينا ده دغه بريدونه دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې ګټور نۀ ثابتيږي.

XS
SM
MD
LG