لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د2009م کال په اخری ډرون بريد مهم طالب کمانډر حاجي عمر وژلی


سرچينې وايي دکال 2009ء په مهال چې دامريکايي جاسوسي الوتکې لۀ لوري کوم وروستى بريد دجمعې په شپه دشمالي وزيرستان دميرعلي سره نزدې په مچي خيل کلي کې ترسره شوى ؤ په هغې کې دطالبانوديوې طاقتورې ډلې مهم مشرحاجي عمرهم وژل شوى دى.
حاجي عمريوه اوږده موده په افغانستان کې په جنگونوبوخت پاتې شوى ؤاؤ په پاکستان کې دطالبانودپخواني مشرنيک محمد دوژل کيدلوڅخه وروسته ورته د هغۀ په ځايې دمشرۍ پگړۍ تړل شوه.
سرچينې وايي دغه بريد دسيمې ديواستوگن کريم خان په ديره ترسره شوى چې پکې دکريم خان ميرمن اؤ يوځوئ هم وژل شوې وه.
دحاجي عمرپه ضد وروسته لۀ هغې امنيتي ځواکونو خپل فعاليتونه تندکړي ؤ کله چې په کال ٢٠٠٥ کې دهغه اؤ حکومت ترمينځ په واناکې دامن ترسره شوى دامن تړون مات شو اؤ هغه دپاکستان په عسکرواؤ دپولې غاړې ته په بهرنيو ځواکونو دبريدونواعلان وکړو.
ديوې اندازې مطابق په کال 2009ء کې دپاکستان په قبائيلي سيمودجاسوسي الوتکوله خوا شاوخوا 50 بريدونه ترسره شوي وؤ چې پکې دپاکستاني طالبانودمشربيت الله محسوداؤغيرملکي جنگيالو په گډون
خواؤشا400 کسان وژل شوي دي .
په تيره يوه مياشت کې دشمالي وزيرستان دننه دجنگيالو په ضد دغه بې پيلوټه جاسوسي الوتکو 7 بريدونه ترسره کړي چې پکې 44 کسان وژل شوي دي.
دترهگرۍ په ضد جگړه کې پاکستان دامريکا نزدې ملگرى دى خو دډرون الوتکو څخه دکيدونکو ميزائيلي بريدونو په هکله دپاکستاني چارواکو وينا ده دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گټور نۀ ثابتيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG