لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ځانمرگي بريد کې دمړو شمير٩٣ ته رسيدلى دى


چارواکي وايي دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان سره نزدې په لکي مروت سيمه کې تيره ورځ ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره ٩٣ ته رسيدلې ده.
دلکي مروت دپوليسو مشر محمد ايوب خان خبريالانو ته دخالي په ورځ ويلي دي دغه بريد هاغه مهال رامينځته شوى ؤ کله چې ددوؤ کليو خلکو دوالي بال تماشه کوله چې په دغه مهال يو ځانمرگي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دلوبې په ميدان وچاؤدولو.
هغه وويل تيره شپه دلکي مروت په مرکزي روغتون کې نورو ٥ؤ کسانو هم ساه ورکړه چې له دې وروستو دمړو شمير ٩٣ ته رسيدلې ده.
نوموړي دا هم وويل چې په وژل شوؤ کې شپږ ماشومان اوپنځه عسکر هم شامل دي.
دپوليسو مشر وويل په دغه چاؤدنه کې ٣٠٠ کلو گرامه چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي.
دهغه وينا وه ددغه پيښې دپلټنو لپاره درې کسيزه ډله جوړه کړل شوې ده.
نوموړي وويل دوالي بال لوبه دځايې امن کميټې لخوا منظم کړل شوې وه.
نوموړي دا هم وويل چې دغه دامن کميټې دسيمې څخه دتندلارو په ويستلو کې دحکومت مرسته کړې وه.
دپوليسو له مخې دوژل شوؤ څخه دزياترو کسانو جنازه دخالي په ورځ وکړل شوه او په دغه مهال سخت امنيتي گامونه اخستل شوي وؤ.
دځايې چارواکو له مخې دځانمرگي بريد له امله دړنگو شوؤ کورونو دملبې څخه دلاندې شوؤ کسانو دلټولو کار پايې ته رسيدلى دى.
په پاکستان کې امريکايي سفارت خانې پخپل يو بيان کې دلکي مروت په شاه حسن کلي کې دترسره شوي دغه ځانمرگي بريد سخته غندنه کړې ده او دوژل شوؤ کسانو دکورنيو سره يې ديو والي څرگندونه کړې ده.
دجمعې په ورځ رامينځته شوې دغه پيښې په هکله دصوبه سرحد دپوليسو مشر يا ايي جي ملک نويد وائس اف امريکا سره په يوه مرکه کې وويل دسختې چاؤدنې له امله دلوبې دميدان خواؤشا گيرچاپيره کورونه ړنگ شوي چې دملبې لاندې يې گڼ شمير کسان وژل شوي او يا ژوبل شوي دي.
هغه وويل يو گاډى راغلى او نيغ دلوبې ميدان ته ورننوتلو.
شاه حسن يوه کليواله سيمه ده ځکه نو دغلته ځايې پځايې پوليس نۀ وي.
دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دلوبې په ميدان کې دوالي بال سيالي روانه وه.
په دغه پيښه کې دوالي بال گڼ شمير لوبغاړي هم وژل شوي او يوشمير ژوبل شوي دي.
دلوبې دميدان سره نزدې څه کورونه هم دچاؤدنې له امله راپريوتل چې په دغو کورونو کې هم يو شمير خلک ووژل شول.


ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG