لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري دلکي مروت دځانمرگي بريد سخته غندنه کړې ده


دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان سره نزدې د لکي مروت کې دځانمرگي بريد سخته غندنه کړې ده چې پکې ٩٣ کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
هغې دوژل شوؤ کسانو کورنيو او پاکستاني اولس سره دغم څرگندونه کړې ده.
هيلري وايي امريکا په پاکستان کې په اولسي وگړو دترسره شوي دغه ترهه گريز بريد سخته غندنه کوي، دوژل شوؤ کسانو دکورنيو او دپاکستاني اولس سره دخواخوږۍ څرگندونه کوي.
پخپل بيان کې هغې ويلي دي پاکستاني اولس وليدل چې سکولونه،بازارونه او جوماتونه دترهه گريزو پيښو ښکار شوي دي او اوس دوالي بال په سياليو دبريد ترسره کيدو سره دلوبې ميدان هم په نخښه کړل شو.
هيلري پخپل بيان کې وايي امريکا به دترهه گرۍ په ضد جگړې او دجمهوريت ودې لپاره دپاکستان مرسته دوامداره ساتي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG