لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي غربي پاکستان کې پخوانی وزیر بمي چاؤدنې وژلی


دپاکستان شمال غربي صوبه سرحد په هنگو سيمه کې پخوانى صوبايي وزير او دهغه نور درې ملگري په يو بمي بريد کې وژل شوي دي.
دغه پيښه داتوار په ماذيگر هاغه مهال رامينځته شوه کله چې غني الرحمان دخپلو نورو دريوؤ ملگرو سره په يو گاډي کې خپل کور ته روان ؤ چې دبگټو په مقام يې گاډى په ريموټ کنټرول بم والوځول شو.
په دغه پيښه کې غني الرحمان او دهغه نورو دريوؤ ملگرو په ټکي ساه ورکړه او يو کس په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوى دى.
دسيمې دپوليسو مشر يا ډي پي او وايي دغه چاؤدنه دريموټ کنټرول بم له لارې شوې ده.
له دې وړاندې هم څو کرته په غني الرحمان دغه رقم وژونکي بريدونه شوي وؤ خو هغه ترې روغ وتلى ؤ.
غني الرحمان په بې پلوه توگه څو کرته دهنگو څخه دصوبايي اسمبلۍ غړى ټاکل شوى ؤ.
هنگو کې زياتره وخت دشيعه او سني مسلمانانو ترمينځ فرقه ايزه فسادونه هم کيږي او څيړونکي وايي کيدى شي نوموړى ددغو اختلافاتو ښکار شوى وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG