لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان قبائلي سیمه کې دوه حکومت پلوه مشران وژل شوي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ کې دبمي چاؤدنې له امله دوه حکومت پلوه قبائيلي مشران وژل شوي ، څلور نور ژوبل شوي او ديوې ښځې او يو سړي په گولو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي.
دغه طالب مخالف قبائيلي مشران د باجوړ په سلارزو سيمه کې په داسې حال کې وژل شوي چې دوه ورځې دمخه دقبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان سره نزدې په لکي مروت سيمه کې هم دطالب مخالفه کسانو دوالي بال په ميدان ځانمرگي بريد کې شاوخوا ١٠٠ کسان وژل شوي وؤ.
ددې له مخې دصوبه سرحد او قبائيلي سيمو دننه په بيلا بيلو وختونو کې وسله والو طالبانودامن دلښکرو مشران او حکومت پلوه کسان دخپلو بريدونو لاندې راوستي او وژلي يې دي.
هم دباجوړ په سلارزو سيمه کې دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه يو قبائيلي مشر گلشالي خان او نور څلور کسان په ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې وژل شوي وؤ.
دباجوړ سيمې يو ځايې انتظامي چارواکي نصيب شاه خبريالانو ته ويلي دي دغه شپږ قبائيلي مشران چې دطالبانو په ضد يې لښکر ويستلو داتوار په ورځ پرې په باجوړ کې بريد وشو چې پکې دوه ووژل شول او څلور سخت ژوبل شول.
نوموړي وويل دغه مشران دباجوړ مرکزي سيمې خار ته دځايې چارواکو سره دليدنې لپاره په يو گاډي کې راروان وؤ چې په گاډي يې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه.
همدغه راز داتوار په ورځ يو بل ځايې چارواکي فراموش خان خبريالانو ته وويل دباجوړ په ماموند سيمه کې ديوې ښځې او سړي په گولو ويشتل شوي مړي ترلاسه شوي دي.
هغه وايي ددغو مړو سره په خوا کې يو ليک هم پريښودل شوي چې پکې ليکل شوي دغه دواړو کسانو داسلامي تعليماتو څخه سرغړونه کړې وه.
دپاکستان پوځ په کال ٢٠٠٨، ٠٩ کې په قبائيلي سيمه باجوړ کې دتندلارو په ضد عمليات ترسره کړل چې برياليتوب گرځول شوي خو تندلاري اوس هم په دغه سيمه کې شتون لري او وخت ناوخته داړي گړي پيښې رامينځته کيږي.
په باجوړ کې تندلاري دتعليم هم سخت مخالفت کوي او تر دې مهاله يې گڼ شمير سکولونه تباه کړي چې پکې يو لويه شميره دجينکو ده.
دغو تندلارو دسکولونو تباه کولو ترڅنگ دسکولونو يو شمير استاذانې هم وژلي دي.

XS
SM
MD
LG