لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار : بمي چاؤدنه کې څلور امريکايي عسکر وژل شوي دي


په جنوبي افغانستان کې دبمي چاؤدنې له امله څلور امريکايي پوځيان وژل شوي دي.
دناټو لخوا دجاري شوي بيان له کې داتوار په ورځ دشوؤ دغو وژنو پخلى شوى دى خو په دې اړه نور جزئيات نۀ دي ورکړل شوي خو په افغانستان کې دپوليسو يو مشر دنوم نۀ څرگندولو په شرط خبريالانو ته ويلي دي دغه عسکردکندهار ولايت په پنجوايي اولسوالۍ کې وژل شوي دي.
بل لوري ته دبرطانيې ددفاع دوزارت له مخې دهلمند په نادعلي سيمه کې ترسره شوې يوې بمي چاؤدنه کې يو برټانوي پوځي هم وژل شوى دى.
دامريکايي پوځيانو دغه تازه وژنې په 2010ء کې امريکايي پوځ ته اوښتى لمړى ځانى زيان دى.
په 2001ء کې افغانستان کې دامريکا او دائتلافيانو دځايې پځايې کيدو څخه وروستو تير کال دهغوي لپاره زيات خونړى ثابت شوى ؤ.
په کال 2009ء کې دنړيوال پوځ د500ؤ څخه زيات عسکر وژل شوي وؤ چې پکې 304 دامريکا او 107 دبرټانيې پوځيان شامل دي.
بايد وويل شي دامريکا جمهوررئيس براک اوباما په افغانستان کې په امنيتي وضعه دټينگښت لپاره افغانستان ته دنورو 30ؤ زرو امريکايي پوځيانو دليږلو اعلان کړى دى چې ليږدونه به يې دروان کال تر نيمايي پورې مکمل شي او دناټو هيوادونو لخوا هم افغانستان ته نور اووۀ زره پوځيان ليږلى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG