لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ته دتلونکو مسافرو تالاشي نوره سخته کړل شوی ده


د پاکستان هوايي شرکت پي ايي اى وياند سلطان حسن وائس اف امريکا ته ويلي دي په هوايي اډو امريکا ته دتلونکو مسافرو سخته تالاشي پيل شوې ده.
هغه وويل دغه ځانگړي گامونه دامريکايي چارواکو لخوا دورکړل شوؤ هداياتو څخه وروسته اخستل شوي دي چې مقصد يې دداسې کسانو نيونه ده څوک چې دورانکارۍ په غرض سفر کول غواړي.
وياند وويل دپي ايي اى دمسافرو دوړاندې څخه سخته لټه کيدله خو اوس ددغه اضافي گامونو سره به دمسافرو لاسي سامان تالاشي کولى شي او ورته به دمائع يا نرمو موادو دوړلو اجازه نۀ وي.
بايد وويل شي امريکا دپاکستان په گډون د14ؤ هيوادونو څخه دراتلونکو مسافرو دتالاشۍ او لټې اضافي نظام معرفي کړى دى چې پکې سعودي عرب،نائيجيريا،يمن،کيوبا،ايران، شام او سوډان شامل دي.
امريکايي چارواکو په فهرست کې شاملو هيوادونو ته پخپل هيواد کې هم دمسافرو دلټې سختولو امر جاري کړى دى.
دامريکا حکومت دغه ټول گامونه دکرسمس په مهال دايمسټرډيم څخه امريکا ته دتلونکې الوتکې په چاؤديدونکو موادو دتباه کولو دناکامه هڅې څخه وروستو اخستي دي.
په دغه پيښه کې دککړ نائيجيريا سره تعلق لرونکي شکمن ترهه گر عبدالمطلب امريکايي پلټونکو ته ويلي دي هغه دورانکارۍ ددغه کارروايۍ تربيه او ددې لپاره بارودي مواد په يمن کې دالقاعده ديو ملگري تنظيم څخه ترلاسه کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG