لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دجنوبي وزيرستان او سوات په عملياتو کې اووه جنگيالي وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان او دصوبه سرحد په ملاکنډ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښتو کې 7 جنگيالي وژل شوي.
دپاکستان پوځ لخوا په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي امنيتي ځواکونو دسوات په مورا کنډاؤ سيمه کې دعملياتو په مهال درې تندلاري وژلي دي او نښته کې يو عسکر هم ژوبل شوى دى.
دپوځ له مخې تندلارو په جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په پنگايي امنيتي پوسته بريد وکړو چې ددې په ځواب کې امنيتي ځواکونو دوه تندلاري ووژل.
دپوځ له مخې
دسرچينو له مخې دسوات په بنجير سيمه کې امنيتي ځواکونو دلټونې عمليات ترسره کول چې په دغه مهال يو شمير وسله والو جنگيالو په امنيتي ځواکونو ډزې پيل کړې چې له امله يې يو پوځي ژوبل شو.
له دې وروستو امنيتي ځواکونو ددغو تندلارو په ضد ځوابي عمليات پيل کړل او درې تندلاري يې ووژل.
امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دتندلارو څخه په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.
همدغه راز دملاکنډ په هري چند روډ دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته شوې ده چې پکې ددوؤ جنگيالو دوژنې خبرونه ترلاسه شوي دي.
بل لوري ته دخيبرايجنسۍ دباړې تحصيل دقمبرخيل سيمې څخه امنيتي ځواکونو ددوؤ مهمو تندلارو کمانډرانو په گډون لس تندلاري نيولي دي.
د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ کې دپوځي عملياتو مشر کرنل صفي الله خبريالانو ته ويلي دي دمهمندو په عملياتو کې تراوسه خواؤشا 350 تندلاري وژل شوي او 300نور سخت ژوبل شوي دي.
هغه وويل دمهمند ايجنسۍ په څلورو کې ددريوؤ برخو څخه تندلاري ويستل شوي او په پاکو کړل شوؤ سيمو کې سکولونه او ځينې بازارونه پرانستل شوي دي.
نوموړي وويل افغانستان سره نزدې په سرحدي سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات ځکه ضروري وؤ چې په دغه سيمه کې تندلاري پټيږي.
امنيتي ځواکونو ته په عملياتو کې داوښتي زيان په هکله هغه وويل په کال 2008-09 کې دامنيتي ځواکونو خواؤشا 65 عسکر وژل شوي دي.
نوموړي وويل دمهمند ايجنسۍ په صافي او خويزۍ تحصيلونو کې اوس هم امنيتي ځواکونه دتندلارو له لوري دمقاومت سره مخ دي خو امنيتي ځواکونه اوس راتلونکي پړاؤ ته ورننوځي چې په سيمه کې امنيت پځايې کول دي

XS
SM
MD
LG