لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما :دامريکا استخباراتي ادارې دترهگرۍ مخنيوي کې بريالۍ شوې نۀ دي


د امريکا جمهوررئيس براک اوباما ويلي دي دامريکا پلټنيزو ادارو سره دکرسمس په موقع ددسمبر په 25مه نيټه په امريکايي الوتکه کې دترهگرې پيښې دهڅې دمخنيوي لپاره زيات معلومات وؤ خو هغوي ددغه پيښې مخنيوي لپاره په گامونو اخستو کې ناکامه شوي دي.
پر امريکايي هوايي اډو دفضايي څارنې دنوي نظام په هکله پخپل بيان کې دامريکا جمهوررئيس وويل کۀ چرې يو شکمن تن دچاؤديدونکو موادو سره په امريکايي الوتکه کې سپريدو کې بريالى شو نو ددې مطلب دامنيتي نظام ناکامي ده.
نوموړي په استخباراتي نظام کې دسم لاسي اصلاحاتو په کولو ټينگار وکړو.
هغه وويل حکومت په دې اوسنيو کې ورځو دامريکا خوندي کولو لپاره گامونه پورته کړي دي او په دې لړ کې په هوايي اډو دنور سکرييننگ ، امنيت ورکول او دترهگرۍ فهرست بيا نوى کول شامل دي.
هغه وويل داستخباراتي ادارو دغه رقم ناکامي به ونۀ زغمي او مونږ ته به دنورې ښې کارکردگۍ څرگندونه کول وي.
جمهوررئيس ديمن په هکله دخبرو کولو په مهال وويل دگوانتانامو نور بنديان به يمن ته ونۀ سپارل شي خو دگوانتانامو بندي خانه به په هر صورت کې بندولى شي.
دهغه وينا وه القاعده دگوانتانامو په بهانه خلک بهرتي کوي او ددغه بندي خانې پرانستي پاتې کيدل دامريکا دسلامتۍ لپاره گواښ دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG