لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : دډرون دوؤ بريدونو کې 12 کسان وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې شکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو دوه بريدونه ترسره کړي چې پکې د 12ؤ کسانو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
چارواکي وايي شکمنې ډرون الوتکې لمړى بريد دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ترسره کړو چې پکې 7 کسان ووژل شول.
دچارواکو له مخې کله چې په دغه ډرون بريد کې دوژل شوؤ او ژوبل شوؤ کسانو دوړلو لپاره خلک دغه تباه شوې ودانۍ ته ورټول شول نو په دغه مهال شکمنو بې پيلوټه الوتکو يو ځل بيا په دغو خلکو دميزائيلو بريد ترسره کړو چې پکې پنځه کسان ووژل شول.
دسرچينو وينا ده په دغو دواړو بريدونو کې گڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي خو په سم لاسي ډول نۀ ده روښانه شوې چې په وژل شوؤ او ژوبل شوؤ کې دالقاعده او طالبانو کوم لوړپوړي کمانډران يا غيرملکي ياغيان شامل دي که نه؟
په شمالي وزيرستان کې دجلال الدين حقاني په مشرۍ دطالبانوليکه زياته پياوړې ده او وخت په وخت دجلال الدين حقاني وسله وال طالبان په افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو بريدونه کوي.
دوه اوونۍ دمخه دافغانستان په خوست ولايت کې دائتلافي ځواکونو په مرکز دترسره شوي بريد څخه راپديخوا دا دشمالي وزيرستان دننه دډرون الوتکو دريم بريد دى.
ديوې اندازې مطابق په کال 2009ء کې دپاکستان په قبائيلي سيمودجاسوسي الوتکوله خوا شاوخوا 50 بريدونه ترسره شوي دي چې پکې دپاکستاني طالبانودمشربيت الله محسوداؤغيرملکي جنگيالو په گډون خواؤشا400 کسان وژل شوي دي .
په تيره يوه مياشت کې دشمالي وزيرستان دننه دجنگيالو په ضد دغه بې پيلوټه جاسوسي الوتکو 10 بريدونه ترسره کړي چې پکې50 کسان وژل شوي دي.
دترهگرۍ په ضد جگړه کې پاکستان دامريکا نزدې ملگرى دى خو دډرون الوتکو څخه دکيدونکو ميزائيلي بريدونو په هکله دپاکستاني چارواکو وينا ده دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گټور نۀ ثابتيږي

XS
SM
MD
LG