لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا پاکستان کې دخپلومامورينوپه تنگولو انديښنه لري


امريکا په پاکستان کې دخپلوډپلوماټانو دگاډوپه ودرولو اؤ دمامورينوپه تنگولو دپاکستان دبهرنيوچارو دوزارت څخه ْغوښتنه کړې ده چې د وضعيت په ښه کولو کې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي .
تيره ورځ په پاکستان کې دامريکايي سفارتخانې لۀ لوري په جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي په پاکستان کې دامريکايي مامورينوټول گاډي دپاکستاني چارواکوسره په مناسب ډول ثبت دي اؤ ټولوقانوني کاغذونو په لرلوسره سفرکوي.
دزيارت په ورځ په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليوپيټرسن هم په کراچۍ کې يوې دستورې ته دويناپه مهال ويلي وؤ دپاکستان دبهرنيوچارو وزارت دغيرملکي ډپلوماټانودسلامتۍ په اړوند دانديښنوختمولودپاره دگټورو گامونواخستلو مسوليت لري.
هغې باور ورکړى ؤ چې امريکايي ډپلوماټان اؤ مامورين به دپاکستان دحکومت دضابطوخيال ساتي خوهغې داهم ويلي وؤ چې دبهرنيوچارو وزارت تراوسه په دې اړوند په کومه غوڅه تگلاره عمل نۀ دى کړى.
دپاکستان دبهرنيوچارو د دفتروياند عبدالباسط خان په دغه اړوند وائس اف امريکا ته ويلي دي دهغه هيواد دامهال د کړکيچنوحالاتوڅخه تيريږي اؤ په دغه تناظرکې دغيرملکې ډپلوماټانودحفاظت باوري کولولپاره حکومت ځانگړي گامونه اخستي دي.
وياند وويل دډپلوماټانو گاډي دخونديتوب دپاره ودرول اؤ لټول ددې خبرې غمازي کوي چې دپاکستان قانون پځايې کوونکې ادارې خپل مسوليتونه په چټکتياسره ترسره کوي.
دعبدالباسط خان له مخې دامريکايي سفارتخانې دگاډو دثبتولو،نمبرپليټونواؤ نورو ضروري کاغذونو ورکولو په اړوند ځينې چارې هوارى غواړي چې ډير زربه دخبرو اترو له لارې هوارې کړل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG