لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : ډرون بريد کې پنځه کسان وژل شوي دي


د پاکستان پۀ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې امريکايي جاسوسي الوتکې دتندلارو په يو مرکز بريد کړى چې پکې د5ؤ تندلارو دوژل کيدو خبرونه ترلاسه شوي دي.
دسرچينو له مخې جاسوسي الوتکې دشمالي وزيرستان دميرانشاه پۀ تپي کلي کې دبلال نومې سړي پۀ کور دوه ميزائيل وداغل چې پکې 5 تندلاري ووژل شول اؤ 3 نور ژوبل شول.
په دغه بريد کې په نخښه کړل شوى کور او په دغه کور کې دننه ولاړ يو گاډى په بشپړ ډول له مينځه تللي دي.
پۀ تپي سيمه دجاسوسي الوتکې دبريد څخه وروستو طالبانو ټوله سيمه پخپله ولکه کې واخسته اؤ دملبې څخه ئې دمړو اؤ ژوبل کسانو دراويستلو کار پيل کړو.
په شمالي وزيرستان شکمنو بې پيلوټه امريکايي جاسوسي الوتکو دروانې مياشتې په اتوؤ ورځو کې 4 بريدونه ترسره کړي چې پکې گڼ شمير کسان وژل شوي دي.
دوه ورځې دمخه هم امريکايي جاسوسي الوتکو دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه دوه بريدونه ترسره کړي وؤ چې پکې 12 کسان وژل شوي وؤ.
په شمالي وزيرستان کې دجلال الدين حقاني په مشرۍ دطالبانوليکه زياته پياوړې ده او وخت په وخت دجلال الدين حقاني وسله وال طالبان په افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو بريدونه کوي.
دوه اوونۍ دمخه دافغانستان په خوست ولايت کې دائتلافي ځواکونو په مرکز دترسره شوي بريد څخه راپديخوا دا دشمالي وزيرستان دننه دډرون الوتکو څلورم بريد دى.
ديوې اندازې مطابق په کال 2009ء کې دپاکستان په قبائيلي سيمودجاسوسي الوتکوله خوا شاوخوا 50 بريدونه ترسره شوي دي چې پکې دپاکستاني طالبانودمشربيت الله محسوداؤغيرملکي جنگيالو په گډون خواؤشا400 کسان وژل شوي دي .
په تيره يوه مياشت کې دشمالي وزيرستان دننه دجنگيالو په ضد دغه بې پيلوټه جاسوسي الوتکو 11 بريدونه ترسره کړي چې پکې50 کسان وژل شوي دي.
دترهگرۍ په ضد جگړه کې پاکستان دامريکا نزدې ملگرى دى خو دډرون الوتکو څخه دکيدونکو ميزائيلي بريدونو په هکله دپاکستاني چارواکو وينا ده دغه بريدونه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې گټور نۀ ثابتيږي.
نن دجمعې په ورځ دپاکستان په پايتخت اسلام اباد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دامريکايي کانگريس دڅلور کسيز هيئت مشر جان مکين دپاکستان په قبائيلي سيمو دترسره کيدونکو شکمنو ډرون بريدونو په هکله وويل دتندلارو په ضد ترسره کيدونکي ميزائيلي بريدونه په امريکايي تگلاره کې موثره وسله ثابتيږي.

XS
SM
MD
LG