لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل: کرزي د16ؤ وزيرانو نومونه پارلمان ته وړاندې کړي دي


د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دخپلې نوې کابينې لپاره د16ؤ کسانو نومونه نن دخالي په ورځ پارلمان ته وړاندې کړي دي.
نوموړي تيره مياشت هم پارلمان ته د24ؤ غړو دکابينې يو فهرست وړاندې کړى ؤ خو دپارلمان غړو په دغو 24ؤ کسانو کې يواځې 7ؤ وزيرانو ته دباور رايې ورکړې وې.
پارلمان چې دکومو وزيرانو نومونه رد کړي وؤ په هغې کې دهرات پخوانى والي اسماعيل خان هم شامل ؤ چې جمهوررئيس يې نوم دبريښنا او انرژۍ دوزير په توگه وړانديز کړى ؤ.
کوم 7 وزيران چې دافغانستان پارلمان منلي وؤ په هغې کې ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ، دکورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر،دخزانې وزير عمرزاخيلوال، دتعليم وزير ډاکټر غلام فاروق وردگ، دکرکيلې او اوبۀ خور وزير محمداصف رحيمي،داطلاعاتو وزير سيد مخدوم رحين او دکان کنۍ وزير واحدالله شهراني شامل وؤ.
نن دخالي په ورځ دحامد کرزي دنوې کابينې دغړو فهرست پارلمان ته مرستيال جمهوررئيس کريم خليلي وړاندې کړو.
ښاغلي خليلي په دغه مهال وويل هغه دپارلمان دغړو څخه غوښتنه کوي چې دهيواد دگټې ،اړتياوؤ او موجوده وضعيت په نظر کې نيولو سره يوه ښه پريکړه وکړي.
پارلمان ته چې کوم 16نومونه نن وړاندې کړل شوي په هغې کې دجمهوررئيس حامد کرزي امنيتي صلاح کار زلمى رسول دبهرنيو چارو دوزير په توگه نومول شوى دى.
جمهوررئيس حامد کرزي هيله څرگنده کړې ده چې په 28مه جنورۍ لندن کې دافغانستان په اړه دکيدونکې نړيوالې غونډې څخه دمخه به پارلمان دنوې کابينې منظوري ورکړي.

XS
SM
MD
LG