لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې ٣ امريکايي عسکرو وژل شوي دي


ناټو وايي دگل په ورځ په جنوبي افغانستان کې د ددريوؤ امريکايي پوځيانو په گډون شپږ بهرني عسکر دتندلارو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
ناټو پخپل بيان کې ويلي دي دغه امريکايي عسکر په جنوبي افغانستان کې غرمه مهال دتندلارو سره ديوې نښتې په مهال وژل شوي دي خو په دې هکله يې نور جزئيات نۀ دي ورکړي.
په يو بل بيان کې په جنوبي افغانستان کې دبمي چاؤدنې له امله ديو ائتلافي عسکر دوژنې خبر ورکړل شوى دى او په ختيز افغانستان کې هم پوځ دگل په ورځ په يوه بله نښته کې دخپلو دوؤ عسکرو دوژل کيدو راپور ورکړى دى.
په دغو دواړو پيښو کې دوژل شوؤ عسکرو قوميت نۀ دى په ډاگه کړل شوى خو فرانسوي حکومت ویلې دي چې دوژل شوؤ عسکرو څخه يو دهغوي پوځي دى.
دامريکايي پوځ وياند کرنل ويني شنکس خبريالانو ته وويل امريکايي عسکر په جنوبي افغانستان کې دګزمې په مهال وژل شوي دي.
په پيرس کې جمهوررئيس نيکولس سرکوزي اعلان وکړو چې دکابل په شمال ختيزه برخه کې يو فرانسوي عسکر دافغاني او فرانسوي عسکرو په گډه گزمه ديو بريد په مهال وژل شوى دى.
ديو راپور له مخې ددغو شپږو بهرنيو عسکرو دوژنې سره دکال ٢٠١٠ء دپيل څخه تراوسه دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې داړي ګړي په پيښو کې دوژل شوؤ عسکرو شميره ١٥ؤ ته رسيدلې ده.
چارواکو له دې وړاندې نن دگل په ورځ ويلي وؤ داتوار په ورځ په جنوبي افغانستان کې په يو بل بريد کې يو امريکايي عسکر او دوه افغان تعميراتي کارکوونکي وژل شوي وؤ.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت له مخې دهلمند په ناوا اولسوالۍ کې داتوار په ورځ يو گاډى دسړک دغاړې په بمي چاؤدنه کې الوځول شوى دى چې پکې دوه تعميراتي غړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
يوه ورځ دمخه هم په دغه سيمه کې دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې يو امريکايي ميرين او يو برتانوي خبريال ووژل شول.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دگل په ورځ ددغه وژل شوي برتانوي خبريال او برتانوي ميډيا سره دخواخوږۍ څرگندونه کړې ده.
دطالبانو يو وياند په امريکايي پوځيانو دبريد مسؤليت په غاړه اخستى او ادعا کوي چې په امريکايي پوځيانو دغه بريد دهغوي دډلې دجنگيالو څخه يو تن دکندهار ولايت په شاه ولي کوټ اولسوالۍ کې ترسره کړى دى.
دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي دتيليفون له لارې بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل دهغوي دډلې يو جنگيالي چې يې نوم سودار محمد وښودو دغه بريد ترسره کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG