لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بیجنگ غواړي گوانټانامو کې بندي ویغور دې هم چین ته اوسپارلی شي


د امریکا صدر بارا ک اوبامه تیر کال د جنورۍ په میاشت کې د واک ترلاسه کولو ورسته په گوانټانامو کیوبا کې د شک من ترهگرو دپاره جوړ ځندان د تړلو فیصله کړې وه او ویلې يي وو چې دغه بندي خانه به د یو کال دننه تړلی کیږي.
د ځندان د بندولو د پاره ټاکلي شوي موده په پوره کیدو ده.
په گوانټاناموکې چې کوم بندیوان اوس موجود دي په هغو کې اووه ويغور چیناي مسلمانان هم دي. اوداسې ښکاري چې امریکاي چارواکي به د هغوې د خوشي کیدو ورسته د هغوې بل ځاې کې ابادولو کې د مشکل سره مخکییږي.
ويغور د چین په شمال غربي سنک یانگ صوبه کې میشته دي او بیجنگ په وار وارویلې دي چې د گوانټانامو نه د خوشي کیدو ورسته به دې اووه ويغورو سر نوشت څه وي.
د نهې په ورځ د چین د خارجه وزارت ویاندې زیانگ یو گوانټانامو نه د ويغوروکوم دریم هیواد ته اتنقالولو مخالفت تکرار کړو.
هغه وايي چین داگنړي چې گوانټاناموکې بندي ويغور د ایسټ ترکستان اسلامک موومنټ یا د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک غړي دي او ملگرو ملتونو دغه تنظیم د ترهگرو ډلو په فهرست کې شامل کړی دی.
هغې اویل چې د خوشې کولو په ځاې دی د گوانټانامو ويغور چین ته وسپارلی شي چې د هغې د قوله قانوني سلوک ورسره اوکړی شي.
وړاندې د گوانټانامو نه خوشي کړی شوي نور ويغور البانیه، برموده او پاؤلاؤ هیوادونو ته سپارلی شوې دي. امریکا دغه ويغورو ته د خپل هیواد دننه پناه ورکولو او یا چین ته لیږلو نه انکار کړی وو.
سویټزرلینډ ویلې دې چې د گوانټانامو نه دوو ويغورو ته په پناه ورکولو غور کوي.
خو د چین د خارجه وزارت ویانده زیانگ یو په سویټزرلینډ غږ کړی دی چې ويغوروته دې د پناه ورکولونه ډډه اوکړي.
چین وايي ويغور د ځان د پاره جدا خپل واکه هیواد جوړول غواړي. او ويغور د چین په حکومت د تعصب او د زور زیاتي تور لگوي.

XS
SM
MD
LG