لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيټي : د سختی زلزلې له امله په غټه کچه تباهي خوره شوی


د ځايې او نړيوالو امدادي کارکوونکو وينا ده په هيټي کې دراغلې 7.0 شدت په يوه سخته زلزله کې په پايه تخت پورټ وپرنس کې دفترونه، روغتونونه، کاروباري مرکزونه او لويې لويې ودانۍ ړنگې شوي دي.
دپوهانو له مخې دزلزلې دستر جړق څخه وروستو د20ؤ څخه زياتې جړقونه محسوس کړل شوي دي چې له امله يې په لويه پيمانه تباهي خوره شوې ده.
دځينو راپورونو له مخې پلازمينه تقريباً تباه شوې ده.
په دغه زلزله کې په لويه شميره کې دخلکو دوژل کيدو انديښنه ده او دتباه شوؤ ودانيو دملبو لاندې په زرگونو خلک نښتي دي.
دزلزلې له امله په زرگونو خلک په خوشې ميدانيو او سړکونو ناست دي.
په تيرو دوؤ پيړيو کې په هيټي کې راغلې دغه تر ټولو خونړۍ زلزله ده چې دځايې وخت مطابق دماښام په پينځه بجې راغله او دلسو ساعتو دتيريدو څخه وروستو هم په دغه زلزله کې دوژل شوؤ کسانو دقيقه شميره مخې ته نۀ ده راغلې.
په پورټ وپرنس کې صدارتي ماڼۍ او دملگرو ملتونو دامن مشن صدر دفتر هم په زلزله کې سخت زيانمن شوي دي.
دملگرو ملتونو په پينځه پوړيزې ودانۍ کې د200ؤ څخه زيات غړي موجود وؤ او دنړيوال تنظيم چارواکو ويلي دي په دغو کسانو زياتره ورک دي او ددغه ودانۍ په مکمله توگه دړنگيدو خبرونه ترلاسه شوي دي.
دهيټي په لوري دتلونکو سيلگرانو دزړۀ راښکون ښکلې صدارتې ماڼۍ شمير دپلازمينې پورټ وپرنس په زړو ودانيو کې کيږي خو دزلزلې څخه وروستو مخې ته په راغلو عکسونو کې دغه وداني اوس ديو کنډر منظروړاندې کوي.
دفرانس يو وزير خبريالانو ته ويلي په پورټ وپرنس کې دسيلگرانو ديوې مشهورې هوټل ودانۍ دړنگيدو له امله د200ؤ څخه زيات کسان ورک دي.
نړيوالو مشرانو دهيټي لپاره په سمدستي توگه دامداد اعلان کړى دى.
دامريکا جمهوررئيس براک اوباما ويلي دي دهغه فکرونه او دعاگانې دهيټي ځپلو سره دي او امريکا په وضعيت نزدې نظر ساتلى دى.
دسپينې ماڼۍ څخه جاري کړل شوي يو بيان کې جمهوررئيس براک اوباما ويلي دي امريکا په لويه پيمانه او په جارحانه انداز کې دهيټي مدد لپاره چمتو ولاړه ده.
دامريکايي چارواکو وينا ده دهيټي ځپلو ته دامداد درسد کار په راتلونکو څو ساعتو کې پيل کيدونکى دى.
ديو کروړ ابادۍ لرونکي هيټي شمير دنړۍ په غريبو هيوادونو کې کيږي.
دنړيوالو اندازو له مخې دهيواد خواؤشا80 فيصده ابادي دغربت دکرښې څخه لاندې ژوند تيروي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG