لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيټي : دزلزلې څخه وروسته امدادي هلې ځلې روانې دي


په هيټي کې دخونړۍ او سختې زلزلې له امله په زرگونو خلک وژل شوي او بې شميره اوس هم دتباه شوؤ ودانيو دملبو څخه لاندې گير دي.
په هيټي کې د7.0 شدت راغلې دغه زلزله په دوؤ پيړيو کې تر ټولو خطرناکه زلزله وه.
هيټي دبحر اوقيانوس دجزيرو غرب الهند او دمينځنۍ امريکې ترمينځ موقعيت لري.
په هيټي کې په لويه کچه دتباهۍ له امله دزلزلې ځپلو خلکو ته دامداد په رسد کې يو څه وخت مصرفيږي.
دزلزلې دخبر ترلاسه کولو سره سم نړيوالې ورورولۍ دغه غريب هيواد ته دمرستو ورکړه پيل کړې ده.
دا مهال دهيټي کوڅې دهديرو منظر وړاندې کوي او دوژل شوؤ کسانو دکورنيو غړي دخپلو مړو څخه گيرچاپيره دسړکونو په غاړو ولاړ دي.
دتباه شوؤ کورونو او ودانيو دملبو څخه لاندې اوس هم خلک دمدد لپاره چغې وهي.
دهيټي وزيراعظم ژا ماکس بيلريو ويلي دي په هيټي کې دراغلي سختې زلزلې له امله دوژل شوؤ کسانو شميره ديو لکو څخه هم اوښتلى شي.
دنړيوال بانک لخوا دامدادي هلو ځلو لپاره د20ؤ کروړو ډالرو دامداد اعلان شوى دى او دنورو هيوادونو څخه هم دامداد دورکړې اعلانونه کيږي.
سرچينو له مخې دهيټي په کوڅو کې دوژل شوؤ څخه علاوه هاغه کسان هم شته چې کوڅو کې پراتۀ دي او په دغه حالت کې مري.
ملي محل، دپورټ وپرنس مرکزي روغتون او په هيټي کې دملگرو ملتونو ددفترونو هيډکوارټر په هاغو زرگونو ودانيو کې شامل دي چې ړنگې شوي دي او دوژل شوؤ کسانو ددقيقې شميرې مخې ته په راتللو کې څو اوونۍ وخت مصرفيدلى شي.
په هيټي کې دسختې زلزلې څخه وروستو دملگرو ملتونو د100ؤ څخه زيات کارکوونکي ورک دي.
امريکا او گڼ شمير نور نړيوال قومونه خپلې امدادې ډلې هيټي ته ليږي چې پکې چين هم شامل دى.
ملگرو ملتونو ديو کروړ ډالرو دامداد اعلان کړى دى او اروپايي اتحاديه 43 لکه ډالره مالي مرسته جاري کوي.
په امريکا کې دهيټي سفير ريمانډ جوزف وايي هيټي ديو قدرتي افت سره مخ دى.
هغه وايي باور لري چې دهيټي خلک به په مړانه او يو ځايې ددغه افت مقابله وکړي.
دهيټي جمهوررئيس ريني پرويول دزلزلې دزيانونو په اړه پخپله يوه مرکه کې ويلي دي ددغه زلزلې له امله زمونږ پارلمان، دټيکس دفتر، سکولونه ، روغتونونه تباه شوي او گڼ شمير خلک اوس هم دړنگو شوؤ ودانيو دملبو څخه لاندې پراتۀ دي.
په واشنگټن کې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما دهيټي لپاره دملاتړ اعلان کړى دى او دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي دي هغه بحرالکاهل ته دخپل سفر لنډولو سره واشنگټن ته رسيږي.
هيلري کلنټن دهيټي دکوټلې مرستې په ترڅ کې وويل په هيټي کې دراغلې زلزلې له امله اوښتې مرگ ژوبله په اوسنيو کلونو کې تر ټولو ستر زيان دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG