لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هولبروک د سوات سفر کړې دی


د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا جمهوررئیس براک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هولبروک د زيارت په ورځ دپاکستان دصوبه سرحد دسوات سيمې څخه ليدنه کړې ده.
دسوات په سرښار مينگوره کې دمشرانو يوې جرگې ته دوينا په مهال هالبروک وويل امريکا به دسوات پشان دترهگرۍ ځپلې سيمو دبيا ابادۍ او پرمختيا لپاره پاکستان سره مرسته کوي.
هولبروک وويل امريکا پاکستان ته په سوات کې دسړکونو ، سکونو او ځاندرې دبيا ابادۍ لپاره 175 مليونه ډالر امداد ورکړى دى.
رچرډ هالبروک ته په سوات کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په هکله حال احوال هم تير کړل شوى دى.
په سوات کې دپوځي عملياتو مشر ميجر جنرال اشفاق نديم په سيدو شريف کې ځانگړي استازي ته په سوات کې دامن وامان دوضعيت، دتندلارو په ضد دعملياتو څخه وړاندې او وروستو وضعيت باندې حال احوال تير کړو.
جنرال اشفاق نديم رچرډ هالبروک په سوات کې دبيارغونې دکارونو څخه هم خبر کړو.
په دغه مهال دملاکنډ دکمشنر په گډون نور لوړپوړي پوځي او غيرپوځي چارواکي موجود وؤ.
درچرډ هالبروک دسفر په مهال په ټول سوات کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او دودانيو په سرونو امنيتي ځواکونه ځايې پځايې کړل شوي وؤ.
ځانگړي استازي په سوات کې دپاکستاني پوځ لخوا دتندلارو په ضد په لاسته راوړنو داطمينان څرگندونه وکړه او وې ويل دسوات څخه دتندلارو دله مينځه وړل دپاکستاني پوځ ستر برياليتوب دى.
نوموړي وويل په سوات کې يو ځل بيا امن راغلى او امريکا به دبيارغونې په برخه کې پاکستان سره مرسته او همکاري کوي.

XS
SM
MD
LG