لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما :  امریکا دهيټي دزلزلې ځپلي اولس سره ملگری ده 


د امريکا جمهوررئيس اوباما ويلي دي په دې سخت کې دهيټي داولس سره امريکا ملگرې ده او دزلزلې ځپلي به يواځې نۀ پريښودل کيږي.
د زيارت په ورځ په سپينه ماڼۍ کې دوينا په مهال اوباما وويل که دا مهال په څومره چټکتيا سره هم کار وکړل شي بيا به هم په امدادي فعاليتونو او گڼو معاملو کې څو ورځې مصرفيدلى شي ځکه چې دهيټي په سړکونو تگ گران دى.
هغه وويل دهيټي څخه ژوبل امريکايان دالوتکو له لارې راويستلى شي او دغه شان نورې کارروايۍ هم روانې دي.
اوباما دهيټي اولس ته باور ورکړو چې دامريکا په اوسني تاريخ کې دانساني خواخوږۍ په اساس ترټولو سترې امدادي کارروايۍ دا مهال په هيټې کې روانې دي.
دړنگو شوؤ ودانيو دملبو څخه دلاندې شوؤ نورو کسانو دژوند دژغورنې لپاره نورې امدادي ډلې هيټي ته روانې دي، نور خوراکي مواد، نو ډاکټران او دتداوۍ عمله ،نور داسې سازوسامان او خلک هيټي ته روان دي دخلکو دژوند په ژغورنه کې به مرستيال ثابت شي.
ښاغلي اوباما په چټکتيا سره دامدادي فعاليتونو ترسره کولو لپاره د10ؤ کروړو ډالرو دامداد ژمنه وکړه او وې ويل په دغه مرسته کې به په راتلونکو ورځو کې نوره اضافه هم کولى شي.
جمهوررئيس پخپله وينا کې بيا بيا دهيټي اولس ته باور ورکړو چې امريکا دهغوي سره ده،دزلزلې ځپلې به يواځې نۀ پريښودل کيږي، هغوي به نۀ هيرول کيږي.
هغه وويل په دې سخت وخت کې امريکا او نړۍ دهيټي داولس سره ملگرې ده.
دامدادي هڅو په اړه هغه وويل دامريکايي امدادي غړو لمړۍ ډله هيټي ته رسيدلې او هلته په په امدادي کارونو کې بوخته ده.
ښاغلي اوباما وويل دهيټي داولس او دهاغو امريکايانو په خاطر چې دا مهال په هيټي کې موجود دي مونږ دخپلو هيټي وروڼو سره يو ځايې ولاړ يو.

XS
SM
MD
LG