لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک :په پارلمان دبريد پلان شنډ کړل شوى دى


د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دجمعې په ورځ يو شخصي ټيليويژن سره په خبرو کې ويلي دي پوليسو په پايه تخت اسلام اباد کې په پارلمان دبريد کولو يو ترهه گريز پلان شنډ کړى دى.
رحمان ملک وويل پوليسو داسلام څخه لرې دمارگلې دغرونو څخه يو ځانمرگي واسکټ ترلاسه کړى دى او ترهه گرو غوښتل دغه ځانمرگى واسکټ په پارلمان دبريد لپاره وکاروي.
ښاغلي ملک ادعا وکړه چې دچاؤديدونکو موادو څخه دډک دغه ځانمرگي واسکټ په تور يو شکمن تن هم نيول شوى دى.
هغه زياته کړه اوس به په پاکستان کې دټولو بهرنيانو نومونه راجستر کيږي او څوک چې دهيواد دقانون څخه سرغړونه کوي په ضد به يې سخت گامونه اخستل کيږي.
دعاشورې په په مرکزي جلوس په کراچۍ کې دترسره شوي بريد په هکله رحمان ملک وويل دغه يو ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وه چې دتندروه ډلې لشکر جنگوي لخوا ترسره شوې وه.
ميډيا سره په خبرو کې رحمان ملک وويل په هيواد کې دا مهال 20 زره ديني مدرسې کار کوي ددغو مدرسو درجسټريشن کار روان دى او يوه مدرسه به هم بغير درجسټريشن څخه کار کولو ته نۀ پريښودل کيږي.
دهغه وينا وه دټولو وگړو دامنيت لپاره گامونه اخستل کيږي.
دهغه وينا وه داسلام اباد په داخلي او بهرنيو لارو به دوه موبائيل سکينرونه په روانه اوونۍ کې نصب کړل شي چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به کارول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG